ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندوز کې د اکسيجن د توليد يوه لويه دستګاه فعالیږي

په کندوز کې د اکسيجن د توليد يوه لويه دستګاه فعالیږي

author avatar
30 Aug 2021 - 16:22
په کندوز کې د اکسيجن د توليد يوه لويه دستګاه فعالیږي
author avatar
30 Aug 2021 - 16:22

کندوز ښار (پژواک، ٨ وږى ١٤٠٠): د کندوز روغتيايي مسوولين وايي چې د اووه سوه زرو امريکايي ډالرو په لګښت په دغه ولايت کې د اکسيجن د توليد يوه دستګاه جوړيږي.

په کندوز کې د اسلامي امارت د عامې روغتيا رييس قاري بسم الله د وږي په اتمه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې د دغه ولايت په ټولو ولسواليو کې روغتيايي مرکزونه فعاله دي.

هغه وويل: ((دا مهال د روغتيايي مرکزونو ټول ښځينه او نارينه کارکوونکي خپلو دندو ته حاضريږي او خلکو ته خدمات وړاندې کوي.))

ده زياته کړه چې له کرونا ويروس سره د مبازرې لپاره دوى پوره چمتوالى لري او له قراردادي موسسې سره يې هم خبرې کړي چې د اړوند روغتون ستونزې ژر تر ژره هوارې کړي.

هغه دا هم وويل چې د اغا خان فونډيشن له خوا په دغه ولايت کې د اکسيجن د توليد يوه دستګاه په اووه سوه زره امريکايي ډالره جوړيږي چې په شمال زون کې به ټولو روغتيايي مرکزونو ته اکسيجن توليدوي.

قاري بسم الله وايي، همکارو موسسو ورته ډاډ ورکړ چې د روغتيا په برخه کې پوره همکاري ورسره کوي.

خو بل لورته خلک بيا په دغه ولايت کې له روغتيايي خدمتونو څخه خوښ نه دي.

د کندوز ښار اوسېدونکي فضل الحق پژواک ته وويل چې د پخواني حکومت له سقوط وروسته د دغه ولايت په ډېرو دولتي روغتونونو کې درمل نشته او ډاکټران هم په خپل وخت دندې ته نه حاضريږي.

دى وايي: ((د کرونا روغتون خپل ټول پرسونل رخصت کړى هیڅ کار نه کوي، نورې شفاخانې هم همداسې دي.))

د يادونې ده چې د زمري په ٢٤ طالبانو د پلازمېنې کابل په ګډون نږدې د ټولو ولايتونو کنټرول ترلاسه کړى دى.

Views: 571

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.