Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په ترينکوټ کې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې دولتي برېښنا پرې شوې

ترينکوټ (پژواک، ٩ وږى ١٤٠٠): د اروزګان ولايت پر مرکز ترينکوټ ښار له تېرې يوې اوونۍ راهيسې دولتي برېښنا پرې شوې چې له امله يې د ښار اوسېدونکي او دولتي ادارې له ستونزو سره مخ دي.

د اروزګان د برېښنا شرکت له خوا له تېرې څه باندې یوې لسیزې راهیسې ښاريانو، دولتي ادارو او خصوصي سکتور ته ډېزلي برېښنا ورکول کېده چې د مشترکينو شمېر يې هم نږدې شپږو زرو ته رسيږي.

خو په دغه ولایت کې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې همدا یواځنۍ برېښنا هم بنده شوې چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د دغه ولایت د برېښنا شرکت مسوول سمیع شرافت پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر ترینکوټ ښار د برېښنا د پرېکېدو لامل د جنراتورونو خرابېدل دي.

د هغه په وينا، لاهم نه ده معلومه چې دغه خراب جنراتورونه به څه وخت ترمیم او خلکو ته به بیا ځل برېښنا ورکول شي.

شرافت وایي، دغه ستونزه یې له ولایتي چارواکو سره هم شریکه کړې او هغوی ورته ویلي چې دغه ولایت کې د ملي اردو په پخوانۍ لوا کې پراته جنراتورونه به په واک کې ورکړي.

خو دى زياتوي چې دغه جنراتورونه تر اوسه ورته نه دي سپارل شوي.

بلخوا د اروزګان ولایت مرکز ترینکوټ ښاریان او د دولتي ادارو کارکوونکي د دولتي برېښنا د بندېدو له امله له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.

د ترینکوټ ښار یوه اوسېدونکي نجیب الله لطیف پژواک ته وويل، تر هغه وروسته چې دولتي برېښنا بنده شوې له ستونزو سره مخ دي.

لطیف وایي: ((مخکې موږ د کور ټول کارونه پر برېښنا کول خو اوس ان د ټيلېفون چارچولو ته حيران يو.))

همدارنګه محمد نسیم چې د اروزګان ولايت په یوې دولتي ادارې کې تخنیکي کارمند دى، پژاوک ته وويل، تر هغه وروسته چې دولتي برېښنا پرې شوې د هغوی دولتي چارې همه درېدلې دي.

دى وايي: ((دلته زموږ د ادارې جنراتور يواځې د يوه ساعت لپاره لګوي چې په هغه يواځې ډېر مهم کارونه کوو نور ټول کارونه پاتې دي.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او هرڅه ژر يې د يادې ستونزې د حل غوښتنه وکړه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.