Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ماليې وزارت د څو وزارتونو د زمري مياشتې د معاشونو د ورکولو لارښوونه وکړه

ماليې وزارت د څو وزارتونو د زمري مياشتې د معاشونو د ورکولو لارښوونه وکړه

author avatar
1 Sep 2021 - 18:18
ماليې وزارت د څو وزارتونو د زمري مياشتې د معاشونو د ورکولو لارښوونه وکړه
author avatar
1 Sep 2021 - 18:18

کابل (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۰): د ماليې وزارت کابل بانک ته لارښوونه کړې چې د يو شمېر وزارتونو د زمري مياشتې معاشونه اجرا او کارکوونکو ته يې ورکړي.

په هغه مکتوب کې چې د وږي په ۷مه له ماليې وزارت څخه کابل بانک ته استول شوی او يوه کاپي يې پژواک اژانس ترلاسه کړې، راغلي چې د خزاينو عمومي رياست د ځينو دولتي ادارو د زمري د مياشتې د معاشانو بانکي راپور مخکې سوداګريزو بانکونو ته انفرادي حسابونو ته د انتقال په خاطر لېږلی و.

سرچينه زياتوي، د ماليې وزارت نوي مشرتابه لارښوونه کړې چې کابل بانک دې د ماليې، لوړو زده کړو، پوهنې، کرنې او عامې روغتيا وزارتونو د زمري د مياشتې معاشونه اجرا کړي.

سرچينه کاږي، د پاتې نورو ټولو ادارو د معاش انتقال چې تراوسه انفرادي حسابونو ته نه دي لېږدول شوي، تر دویم امر پورې معطل دي.

د يادونې ده چې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو تر څو اوونيو پورې بانکونه بند وو، خو له تېرو څو ورځو راهيسې په محدود ډول کار کوي چې ګڼه ګوڼه ورباندې ډېره ده.

Views: 6

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.