ترينکوټ (پژواک، ١١ وږى ١٤٠٠): د ارزګان ولايت د مرکز او ولسواليو ترمنځ غځېدلې لارې چې د جګړو له امله ويجاړې او تړل شوې وې د بيارغونې چارې يې پيل شوې.
د اروزګان د فوايد عامې رييس مولوي نظام الدين وويل چې له تېرو شپږ کلونو راهيسې د دغه ولايت ډېرې لارې تړل شوې وې.
هغه وايي چې په دغو لويو لارو کې مرکز ترينکوټ ته د چورې، خاص اروزګان، چنارتو، دهراوود، ګيزاب او چارچينو ولسواليو غځېدلې لارې شاملې دي.
هغه زياتوي چې دغه سړکونه د پخواني حکومت د ځواکونو له لوري تړل شوي وو چې له امله يې خلکو ته سخت زيانونه هم اوښتي دي.
د همدې رياست یو تن تخنیکي انجینر مطیع الله وایي چې په تېره يوه اوونۍ کې دوى د لويې لارو پر سره شته ګواښونه له منځه وړي دي.
نوموړى وايي چې دغه مهال په دغه ولايت کې د ١٥٢ کيلومتره سړکونو د بيا رغولو چارې روانې دي.
ده زياته کړه: ((دا مهال موږ يواځې کنډ او کپر ځايونه جوړو او کوم پلچکونه چې خراب شوي دي هغه ترميموو.))
خو يادو مسوولينو د دغو سړکونو د لګښت او د تمويل د سرچينې په اړه څرګندونې ونه کړې.
بل لورته د اروزګان د چنارتو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي کریم الله پژواک ته وويل چې له کلونو راهيسې د دوى لويه لار له مرکز ترينکوټ سره تړل شوې وه.
دى زياتوي: ((د يوه ساعت مزل به مو څو ساعتونو کې کاوه، خو اوس چې طالبان راغلي هم يې سړک راته خلاص کړى او هم يې د ترميم چارې پيل کړې دي.))
د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له طالبانو يې غوښتنه وکړه چې دغه سړکونه په اساسي ډول ورغوي.
د يادونې ده چې اروزګان د افغانستان د وروسته پاتې ولايتونو له ډلې څخه دى.
Views: 30
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن