کابل (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۰): رویټرز خبري اژانس د طالبانو د درېیو سرچينو له قوله لیکلي چې د افغانستان د نوي حکومت مشري به ملا برادر کوي.
دغه راپور نن د رویټرز خبري اژانس له خوا خپور شوی دی.
په راپور کې راغلي چي د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر زوی ملا يعقوب او محمد عباس ستانکزی به د حکومت مهم چارواکي وي.
دغو سرچينو همدا راز رویټرز ته ویلي: «د طالبانو ټول مهم غړي کابل ته راغلي او د نوي حکومت د اعلان لپاره چمتووالي هم نهایي شوی دی.»
په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر مرستیال ملا عباس ستانکزي دوه ورځې مخکې له بي بي سي سره په يوه مرکه کي ويلي وو چې نوی حکومت به ډېر ژر اعلان شي.
خو د طالبانو مرستیال ویاند احمدالله وثیق پژواک خبري آژانس ته وویل، چې لا تر اوسه د تشکیل جزییات نه دی څرګند شوي.
طالبانو د تېرې زمري میاشتې په ۲۴مه کابل ونیو او دا مهال یې له پنجشېر پرته ټول افغانستان په واک کې دی او د امریکایي ځواکونو وروستۍ ډله هم د روانې میاشتې په اتمه نېټه د کابل هوایي ډګر له لارې له افغانستانه ووته خو تر اوسه یې حکومت نه دی اعلان کړی.
پرون ځيني راپورونه خپاره شول چې طالبان به نن د جمعې له لمانځه وروسته نوی حکومت اعلان کړي، خو بیا وروسته پژواک خبري اژانس ته طالبانو دغه موضوع رد کړه او وې ویل چې تر اوسه یې د ورځې او وخت په اړه پرېکړه نه ده شوې.
د راپورونو له مخې، طالبانو ویلي چې ډېر ژر به په افغانستان کې داسې نوی ټولګډون حکومت اعلان شي چې ټول ملیتونه او سیاسي ګوندونه به په کې ځان وویني.
Views: 3572
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن