کابل(پژواک، ۱۳ وږی۱۴۰۰): په پنجشېر کې د مقاومت جبهې مشران وايي چې د خپلو "حقه غوښتنو" لپاره یې مبارزه جاري ده او امرالله صالح هم هېواد نه دی پرېیښی.
په پنجشېر کې د مقاومت جبهې یو مشر احمد مسعود نن په خپلې فیسبوکپاڼې کې لیکلي چې د دوی مقاومت دوام لري او خلکو له خپلو حقه غوښتنو لاس نه دی اخیستی.
دی وايي:" ماتې هغه وخت رامنځته کېږي چې خلک د خپلو حقه غوښتنو لپاره له مبارزې لاس واخلي او ستړي شي، خو زموږ خلک هیڅکله په توکل د خدای نه ستړي کېږي او د یوه خپلواک اباد افغانستان تر جوړولو پورې به مخکې ځي."
دغه راز د مخکني ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال او په پنجشېر کې د طالبانو په وړاندې د مقاومت جبهې بل مشر امرالله صالح صالح تېره شپه په یوه ویډیويي پیغام کې چې ځینو رسنیو خپور کړی ویلي:"هغه راپورونه چې زه له خپل هېواد څخه وتلی یم او له افغانستانه بهر یم، د دښمن تبلیغات دي. سخت حالت دی. موږ د القاعده، تروریستانو، طالبانو او د پاکستان د ملاتړو تر تهاجم لاندې یو. خو د خپل هېواد دفاع مو کړې ده."
دی وايي، اوس هم په پنجشېر کې دی او مقاومت یې ادامه لري.
هغه مني چې د تېرو څو ورځو په جګړو کې د مقاومت جبهې وسله والو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو درې اوونۍ مخکې له پنجشېر پرته ټول ولایتونه ونیول. امرالله صالح او احمد مسعود په ګډه د طالبانو پر وړاندې د مقاومت غږ پورته کړچې طالبانو د خبرو له لارې د یادې ستونزې د حل ډاډ ورکړ.
خو د طالبانو یوه غړي امیرخان متقي څو ورځې مخکې په یوه غږیز پیغام کې وویل چې د پنجشېر ستونزه د خبرو له لارې نه شوه او د پنجشېر له خلکو یې غوښتنه وکړه چې جنګ غوښتونکي وشړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP