کابل (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۰): بحرین له افغانستان سره د دېرش ټنه طبي او خوراکي توکو مرسته وکړه او دغه توکي یې نن کابل کې د عامې روغتیا وزارت ته وسپارل.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو توکو کې طبي، خوراکي توکي، د ماشومانو جامې او خېمې شاملې دي او د بحرین استازي محمد العدوي نن یاد وزارت ته وسپارل.
د بحرین استازي ویلي چې د دې مرستې موخه په افغانستان کې له اړمنو سره مرسته کول دي.
د ده په وینا، بحرین او افغانستان دواړه اسلامي هېوادونه دي، دوستانه اړیکې لري او بحرین به له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د عامې روغتیا وزیر د دفتر رئیس مولوی حسیب الله احمدي وزارت ته د یادو توکو د سپارلو په مراسمو کې له بحرین څخه له افغانستان سره د مرستې له امله مننه کړې او ویلي دي چې افغانان مرستو ته اړتیا لري.
ده له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي.
Views: 154
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن