ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګاونډي هېوادونه: په افغانستان کې سوله به د سیمې اقتصاد او اړیکې پیاوړې کړي

ګاونډي هېوادونه: په افغانستان کې سوله به د سیمې اقتصاد او اړیکې پیاوړې کړي

author avatar
5 Sep 2021 - 15:20
ګاونډي هېوادونه: په افغانستان کې سوله به د سیمې اقتصاد او اړیکې پیاوړې کړي
author avatar
5 Sep 2021 - 15:20

کابل (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۰): د افغانستان د شپږو ګاونډیو هېوادونو استازو په انلاین ناسته کې په افغانستان کې د سولې پر ټینګښت ټینګار کړی، ویلي یې دي چې په دغه هېواد کې سوله به د سیمې اقتصاد او اړیکې پیاوړې کړي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق پر خپله تویټرپاڼه لیکلي چې نن د ده په مشرۍ په انلاین بڼه جوړې شوې یاده غونډه کې د چین، ایران، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان استازو ګډون درلود.

د ده په وینا، په غونډه کې د روان وضعیت په اړه خبرې وشوې او ګډونوالو یې د افغانستان سوله د ټولې سیمې د امنیت، ثبات او سوکالۍ لپاره اړینه وبلله، ویې ویل چې سوکاله او سوله ییز افغانستان به په سیمه کې اقتصاد، د خلکو ترمنځ اړیکو او سیمه ییز اتصال ته وده ورکړي.

دی وایي، چې د غونډې ګډونوالو هوکړه وکړه چې په نږدې اړیکه کې به سره پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د پاکستان د استخباراتو “ای اېس ای” مشر جنرال فیض حمید  کابل ته راغلی او له افغان چارواکو سره یې د دواړو هېوادونو د اړیکو په اړه خبرې کړې دي.

دغه راز ټاکل شوې چې ملګري ملتونه د افغانستان لپاره د بشري مرستو را ټولولو په موخه د سپټمبر په ۱۳مه د وزیرانو په کچه جینوا کې غونډه وکړي.

پر کابل د طالبانو له واکمنۍ ۲۰ ورځې تېریږي، خو تر اوسه یې حکومت نه دی اعلان کړی.

طالبانو د جزییاتو له ورکولو پرته ویلي چې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو په اړه یې له یو شمېر سیاستوالو؛ لکه پخواني ولسمشر حامد کرزي، د تېر حکومت د سولې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله او د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار او نورو سره مشورې کړي او ډېر ژر به داسې «ټولګډونه» حکومت اعلان کړي چې د هېواد ټول ملیتونه او سیاسي ګوندونه به په کې ځان وګوري. هغوی ویلي هڅه کوي چې دغه حکومت نړیوالو ته هم د منلو وړ وي.

Views: 94

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.