کابل (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۰): لوړو زده کړو وزارت له تحصیلي بنسټونو غوښتي چې تر درېیو ورځو د پوهنتونونو اسانتیاوو ته په کتو، هلکانو او نجونو ته بېل- بېل تدریس، حضوري درسونو د پیل او د نوو زده کړیالانو د جذب په اړه طرحې ورسره شریکې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د لوړو زده کړو وزارت دوه ورځې مخکې ویلي وو چې د دولتي پوهنتونونو د پیل په اړه به په نږدې راتلونکي کې پرېکړه وشي، خو د لوړو زده کړو د خصوصي بنسټونو حضوري درسونه به د وږي په ۱۵مه پیل شي.
تېره ورځ د لوړو زده کړو په وزارت کې د علمي، مالي او اداري او د زده کړیالانو چارو معینانو، د مرکزي پوهنتونونو رییسانو، د مرکزي ادارو رییسانو او د ولایتونو د پوهنتونونو رییسانو د دغه وزارت د سرپرست شیخ عبدالباقي حقاني په مشرۍ په انلاین بڼه ناسته کړې.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې د لوړو زده کړو بنسټونو مسوولان به د هېواد پوهنتونونو اسانتیاوو ته په کتو، نجونو او هلکانو ته په بېل- بېل ډول د تدریس، د حضوري درسونو د پیل د څرنګوالي او د نوو زده کړیالانو د جذب په اړه په راتلونکو درېیو ورځو کې خپلې طرحې د لوړو زده کړو وزارت له مشرتابه سره شریکې کړي.
Views: 41
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن