Language

د طالبانو رييس الوزراء:د وينو تويېدو دور تېر شو اوس د جوړونې وخت دی

کابل (پژواک، ۱۸ وږی ۱۴۰۰): د طالبانو رييس الوزراء وايي چې په افغانستان کې د جګړې او وينو توېدو دور تېر شو او اوس د جوړونې وخت دی.

د طالبانو رييس الوزراء ملا محمد حسن اخند دغه څرګندونې پرون الجزیرې عربي څانګې ته ‎د خپلې لومړنۍ وینا په توګه کړې دي.

دی وايي، نوی حکومت به د افغانانو، نړۍ مسلمانانو لپاره د امنیت لامل شي، ځکه په افغانستان کې د دغه حکومت په ټینګښت سره ټولې ناخوالې، وژنې او بې عزتۍ پای ته ورسېدې.

هغه زیاته کړې چې “اسلامي امارت” خپلو ټولو مخالفينو ته په داسې حال کې بښنه کړې چې په تېرو شلو کلونو کې یې له ډېرو ستونزو سره مخامخ کړي وو.

د ملا محمد حسن اخوند په وینا، په انقلابي حالت کې له خلکو د انتقام اخیستل اسانه وي خو هیڅوک دا نه شي ثابتولای چې بیا هم په دغه وخت کې چا د تېرو “ګناهونو “په تور انتقام اخیستی وي یا یي وژلی او يا يې هم بندي کړی وي.

دی وايي، افغانان دې ډاډه واوسي چې نوی حکومت د دوی د خوشحالۍ، امنیت، اسلامي حاکمیت غوښتونکى دى او ټولو نه د همدې موخې لپاره د همکارۍ غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له درېيو اوونیو راهیسې د پلازمېنې کابل په ګډون د ټول هېواد کنټرول په لاس کې اخيستى او ۲۴ ورځې وروسته یې خپله سرپرسته کابینه اعلان کړه.

په دغه کابينه کې ملا محمد حسن اخند د طالبانو رييس الوزراء په توکه، ملا عبدالغني برادر او ملا عبدالسلام حنفي یې د مرستیالانو په توګه ټاکل شوي دي.

د یادونې ده چې د نورو مهمو وزارتونو او ادارو لپاره هم د طالبانو له لوري سرپرستان ټاکل شوي دي.