فراه (پژواک، ٢٠ وږی١٤٠٠): د فراه یوه سوداګر (حاجي عبدالحمید شریفي) وروسته له هغه د دغه ولایت ولایتي روغتون د دوو میاشتو سون توکو لګښت پر غاړه واخیست چې دغه روغتون له مالي بحران سره مخ و.
نوموړي په دغه ولایت کې د عامې روغتیا وزارت خدمتونو سیستم تر بېرته منظم کېدو یاد مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
د فراه د عامې روغتیا مسوول ډاکتر مزمل نن پژواک خبري اژانس ته وویل: «د فراه خلکو لپاره د ویاړ ځای دی چې یوه کس خلکو ته د خدمت په موخه په همت ملا تړلې، څو د سون توکو په برخه کې له یاد روغتون سره مرسته وکړي.»
مزمل زیاته کړه چې حاجي عبدالحمید شریفي له هغه وروسته د یادې مرستې اعلان وکړ چې د بشري مرستو (سي اېچ اې) قراردادي موسسې د بودجې نشتوالي له امله په دغه ولایت کې خدمتونه درولي او روغتون د برېښنا او سون توکو له اړخه له ستونزو سره مخ شو.
دا په داسې حال کې ده چې د فراه ولایت د مسوولینو د معلوماتو له مخې، د فراه ولایتي روغتون دوه جنراتورونه لري چې په یوه شپه او ورځ کې ۸۰۰ لېتره تېلو ته اړتیا لري.
حاجي عبدالحميد شريفي پژواک ته وویل چې د خدای (ج) د رضا لپاره تر راتلونکو دوو میاشتو د یاد روغتون د تېلو لګښت پر غاړه اخلي او مسوولینو ویلي چې تر دوو میاشتو شته ستونزې هم هوارېږي.
د فراه یوه اوسېدونکي نعمت الله له شریفي د مننې کولو ترڅنګ وویل چې د دغه ډول ځوانانو او پانګه والو همت او مېړانه چې په سختو شرایطو کې له خلکو سره مرسته کوي، د ستاینې وړ دي.
هغه له نورو سوداګرو هم وغوښتل چې په دغه ډول وضعیت کې د بېوزلو ترڅنګ ودریږي.
عبدالحمید شریفي له دې مخکې هم له خلکو سره مرستې کړې دي.
هغه د ډله ییزو ودونو ترسره کولو له لارې هم له خلکو سره مرسته کړې او په دغه ولایت کې یې د سپورټ لوبغالي په جوړولو او نورو برخو کې له خلکو سره تر اته میلیونه افغانۍ ډېره مرسته کړې ده.
Views: 16
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن