ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مسلمانانو د علماوو نړیوال اتحاد د افغانستان له نوي حکومت څخه ملاتړ وکړ

د مسلمانانو د علماوو نړیوال اتحاد د افغانستان له نوي حکومت څخه ملاتړ وکړ

author avatar
12 Sep 2021 - 16:38
د مسلمانانو د علماوو نړیوال اتحاد د افغانستان له نوي حکومت څخه ملاتړ وکړ
author avatar
12 Sep 2021 - 16:38

کابل(پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۰): د مسلمانو علماوو نړیوال اتحاد، په افغانستان کې له نوي اعلان شوي حکومت څخه ملاتړ کړی او هیله یې څرګنده کړې چې دغه حکومت خپلو خلکو او هېواد ته په سمه توګه خدمت وکړي.

طالبانو د زمري په ۲۴مه کابل ونیو او اوس پر ټول هېواد حاکمیت لري. هغوی د وږي په ۱۶مه د نوي حکومت سرپرسته کابینه اعلان کړه چې محمد حسن اخند رئیس الوزرا، عبدالغني برادر او عبدالسلام حنفي يې مرستيالان اعلان شول.

د مسلمانانو د علماوو نړیوال اتحاد د یوه پیغام په خپرولو سره «د افغانستان اسلامي امارت» رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخوند ته د مبارکۍ پيغام استولی دی.

سرچينه زياتوي چې دغه پيغام د نړیوال اتحاد د مشرتابه او ټولو غړیو په استازیتوب استول شوی دی. په پیغام کې له افغانانو غوښتل شوي چې د دې نوي حکومت ملاتړ وکړي.

د علماوو یاد اتحاد نوي حکومت ته په چارو کې د بریالیتوب دعا کړې تر څو وکولای شي خپل هېواد او خپلو خلکو ته په سمه توګه خدمت وکړي.  سرچیني له نوي حکومت سره همکارۍ ته چمتووالی ښودلی.

 

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.