Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

“غني له بېځایه شوو سره د مرستې لپاره یو تن ته لسګونه میلیونه افغانۍ ورکړي چې باید پوښتنه یې وشي”

“غني له بېځایه شوو سره د مرستې لپاره یو تن ته لسګونه میلیونه افغانۍ ورکړي چې باید پوښتنه یې وشي”

author avatar
13 Sep 2021 - 13:39
“غني له بېځایه شوو سره د مرستې لپاره یو تن ته لسګونه میلیونه افغانۍ ورکړي چې باید پوښتنه یې وشي”
author avatar
13 Sep 2021 - 13:39

کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۰): یوه سرچینه وایي پخواني ولسمشر، اشرف غني د کابل له سقوط مخکې له بېځایه شوو سره د مرستې لپاره د ملي پراختیا شرکت رییس ته ۵۰ میلیونه افغانۍ ورکړې چې باید پوښتنه یې وشي، خو یاد رییس وایي، دا پیسې۵۰۰ زره ډالر وې او خوندي دي.

طالبانو چې اوس یې ټول هېواد تر کنټرول لاندې دی، شاوخوا  یوه میاشت مخکې کابل ونیو. د طالبانو لاس ته د کابل له لوېدو مخکې په ولایتونو کې د جګړو له امله زرګونه کورنۍ کابل ته بېځایه شوې وې.

له دغو بېځایه شوو سره مرستې وشوې خو کافي نه وې.

د مخکني ولسمشر یوه سکرتر عزیز امین احمدزي پر خپلې فېسبوکپاڼې لیکلي چې د زمري په ۲۳مه په کابل کې د محمد اشرف غني په مشرۍ له بېځایه شوو سره د مرستو په موخه ناسته وشوه او غني له ناستې وروسته د ملي پراختیا شرکت رییس عبدالرحمن عطاش ته خپلې شخصي ۵۰ میلیونه افغانۍ ورکړې.

دی وايي: “البته عطاش صاحب ته يې ډالر ورکړل، خو ما حساب کې چې ۵۰ میليونه افغانۍ کېدې- ولیکلې.”

هغه زیاته کړې چې د غونډې پر سبا حکومت نسکور شو او ټولې چارې په ټپه ودرېدې، خو د نوي حکومت مسوولین باید له عطاش څخه د یادو پیسو پوښتنه وکړي.

ده لیکلي: “دا زما فرض او مسووليت و چې دا موضوع د اوسنيو مقاماتو تر غوږو ورسوم، څو حق حقدار ته ورسېږي، نورې خبرې به بیا کوو.”

خو د ملي پراختیا شرکت رییس عبدالرحمن عطاش پژواک خبري اژانس ته وویل چې پخواني ولسمشر غني ورته ۵۰ میلیونه افغانۍ نه، بلکې ۵۰۰زره امریکايي ډالره چې د ده په وینا ۴۰ میلیونه افغانۍ کېږي، ورکړې دي.

دی وايي: “د مرستو کولو لپاره یو کمېسیون وګومارل شو، څو له بېړنۍ کمېټې سره په همغږۍ فعالیت وکړي، خو په سبا حکومت سقوط وکړ او له بېځایه شوو خلکو سره د مرستو پروګرام ودرېد. یادې پیسې په امن ځای کې دي، د دغه کمېسیون تر څار لاندې ساتل کېږي.”

هغه زیاته کړه چې د ملي پراختیا شرکت مشرتابه خلکو ته ډاډ ورکوي چې په وروستیو بدلونونو کې یې هم خپلو دندو ته ادامه ورکړې او تل د هېواد ابادولو لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.

عطاش زیاتوي چې د شرکت ټولو پروژو پانګې او پروګرامونو په اړه یې اوسني چارواکي خبر کړي، ولس او “اسلامي امارت” ته حساب ورکوونکي دي او خپل ځان د خدای پر وړاندې مسوول بولي.

پژواک هڅه وکړه چې د پخواني ولسمشر له سکرتر عزیز امین سره د یادو پيسو د توپیر په اړه خبرې وکړې، خو اړیکه ورسره ټینګه نه شوه.

دا په داسې حال کې ده چې غني د کابل سقوط په ورځ (د زمري ۲۳مه) ناڅاپي هېواد پرېښود او له هېواده د میلیونونو امریکايي ډالرو لېږېدولو تورونه هم پرې ولګېدل خو هغه دغه تورونه رد کړي، ویلي یې دي ملګري ملتونو ته د حساب ورکولو لپاره چمتو دی.

Views: 1217

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.