سرپل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۰): د سرپل ولایت ځینو اوسېدونکو په دغه ولایت کې د بانکونو د نمایندګیو پرانیستلو غوښتنه وکړه، وایي د بانکونو تړل کېدو له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
دوی وایي چې د طالبانو له خوا د سرپل ولایت له سقوط وروسته بانکي خدمتونه درېدلي او له یوې میاشتې ډېره موده کېږي په دغه ولایت کې اوس هم دغه ستونزه نه ده هواره شوې.
دا په داسې حال کې ده چې بانکونو له څو ورځو راهیسې په کابل کې فعالیت پیل کړی؛ خو تر اوسه خپلو پېرودونکو ته په اوونۍ کې له ۲۰زرو افغانیو یا ۲۰۰ امریکایي ډالرو ډېرې پیسې نه ورکوي.
په یاد ولایت کې یوه ښوونکي علیرضا پژواک خبري اژانس ته وویل چې لږ معاش یې درلود؛ خو د کورنۍ ستونزې یې پرې هوارولې؛ خو شاوخوا یوه میاشت کېږي چې تنخوا یې نه ده اخیستې.
ښوونکي له شاوخوا اتو تر لسو زرو افغانیو معاش لري.
علیرضا په دغه ولایت کې د بانکونو د نمایندګیو له تړل کېدو شکایت وکړ او زیاته یې کړه: «د کور کرایه او دوکاندار پور مې نه دي ورکړي، له کورنۍ سره مې سم خواړه نه دي خوړلي او د کورنۍ نورې اړتیاوې چې باید رسیدګي مې ورته کړې وای، ونه توانېدم ورته رسیدګي وکړم. لنډه دا چې د بانکونو تړل کېدو له امله مې هغو پیسو ته هم لاسرسی پیدا نه کړ چې د بدو ورځو لپاره مې په بانک کې ساتلې وې او زه یې په داسې فکر کې اچولی یم چې نورې به څه ستونزمنې ورځې تېروو.»
د مخکني حکومت د امنیتي ځواکونو یوه منسوب عصمت الله وویل: «د خپلې دندې له لارې مې د کورنۍ لپاره حلال خواړه پیدا کول، خو د نظام له سقوط سره مې له یوې خوا دنده له لاسه وکړې او بلخوا مې پیسې په بانک کې دي او لاسرسری نه ورته لرم، په داسې حال کې چې په کرایي کور کې اوسېږم، نو باید د کور څښتن ته کرایه ورکړم. حیران یم چې څه ډول د کور کرایه ورکړم او که وریې نشم کړای، ښایي د کور څښتن مو وباسي او زه او ولادونه مې پر سړک واړوو.»
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو چارواکو ویلي چې د امنیتي ځواکونو په ګډون د دولت ټول کارکوونکي بېرته خپلو دندو ته دوام ورکولای شي چې په دې اړه به ژر اقدام وشي.
په سرپل ښار کې یوه پلورونکي سمیع الله وویل: «مخکې به مې د پلورنځي د مال پیسې د بانک له لارې په مزارشریف ښار کې هغو پلورونکو ته استولې چې مال به مې ترې اخیستی و، نو له همدې امله مې د دوکان پیسې په بانک کې زیرمه کولې، خو د حکومت له سقوط وروسته اوس خپلو پیسو ته لاسرسی نه لرم او له سختې ستونزې سره مخ یم.»
هغه زیاته کړه چې له همدې امله د هغه او نورو پلورنځي لرونکو کارونه له ستونزې سره مخ شوي؛ ځکه پیسې یې په بانکونو کې بندې پاتې دي او په اوسنیو شرایطو کې څوک په پور مال نه ورکوي.
د سرپل دغه اوسېدونکي له مسوولو چارواکو غواړي چې د یادې ستونزې هوارولو ته پاملرنه کړي څو د بانکونو فعالیتونه خپلې عادې بڼې ته راوګرځي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP