کابل (پژواک ۲۳ وږی ۱۴۰۰): د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د نړیوالې ټولنې د مرستې هرکلی کوي او وايي چې هېوادونه او نړیوالې ادارې دې په افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړې کړي او د طالبانو غړي دې له تور لېست ووېستل شي.
امير خان متقي دغه څرګندونې نن (سه شنبه) کابل کې خبري غونډې ته وکړې.
ده وویل چې جینوا کې له افغانستان سره د نړيوالې ټولڼې د مرستو مننه کوي خو د روغتیا، بیارغونې او له وچکالۍ ځپلو سره د مرستو په موخه د نورو مرستو غوښتونکي دي.
خو د ده په وينا، له نړیوالو غواړي چې خپلې بشري مرستې په سیاسي مسایلو پورې ونه تړي.
هغه زیاته کړه، په هېواد کې ټولې هغه نیمګړې پروژې چې نړیوالو بانکونو، ادارو او هېوادونو پیل کړې دي، هغه دې بېرته پیل او بشپړې شي.
د ده په وینا، د نړۍ، سیمي او ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې په ښه کېدو دي، ځکه له وروستیو لیدنو، مرستو او اړیکو یو مثبت څرک لیدل کېږي چې دغه وضعيت به ورو، ورو ښه شي.
دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې ټولنې تېره ورځ په جینوا کې د افغانستان لپاره د بشري مرستو راټولولو په موخه جوړ شوي کنفرانس کې له افغانستان سره د څه باندې یو میلیارد ډالرو بشري مرستو ژمنه وکړه.
د بهرنيو چارو سرپرست وزير دغه راز وويل چې د امریکا د وروستیو ځواکونو وتلو په برخه کې طالبانو په کړو ژمنو وفا کړې ده، خو امریکا د دی پر ځای چې د دوی د هڅو قدردانی وکړي، د افغانانو پر شتمنیو یې بندیز لګولی دی.
دی زیاتوي: “امریکا لوی هېواد دی، باید حوصله وکړي، خو افغانستان یو غریب هېواد دی، باید داسې ورسره ونه شي چې څوک پرې سخت فشارونه راوړي، ځکه دې پالیسۍ دا شل کاله نتیجه نه ده ورکړي او په کار ده چې د ډیپلوماسۍ او اقتصادي اړیکو له لارې ګټه واخیستل شي.”
هغه وویل، که نړیوال د دوی نظام په رسمیت نه پېژني، نو د دوی د منفي سیاست ښکارندوی دی، خو هیله شته چې په دې برخه کې پرمختګ وشي.
دی وايي، د ټولګډونه حکومت جوړولو په برخه کې ممکن ځینې نيمګړتیاوې وي، خو هغه معمولي دي، ځکه په ټولو نظامونو کې دغسې ستونزې لیدل کېږي، خو هڅه کوي حالاتو ته په کتو په نږدې راتلونکې کې مثبت تغییرات راشي.
متقي د بهرنیو چارو وزارت ټولو کارکوونکو ته په اشارې وويل چې خپلو دندو ته دې حاضر شي.
دی زیاتوي، داسې هېڅ کارکوونکی نشته چې د کار مخه یې نیول شوې وي او ټولو سفارتونو ته یې هم پیغامونه لېږلي چې د افعانستان ښه استازیتوب وکړي، خو ځینې داسې درې څلور سفارتونه به وي چې مخالفت یې ښودلی وي، خو هغوی شخصي نظرونه لري.
هغه له تور لیست څخه د طالبانو د ځینو غړو د نومونو د لرې کولو په اړه وویل چې د دوحې په مذاکراتو کې امریکا له دوی سره منلې ده چې ټول غړي به له تور لېست څخه باسي، خو که اوس هم په دې لست کې د نومونو مسئله مطرح وي، نو دا کار بیا له ټولو قوانینو سره مغایرت لري.
دی غوښتنه کوي چې دا بندیزونه نور لرې کړل شي او هیله هم شته، ځکه دلیل او ثبوت نور نه دی پاتې چې دا بندیزونه دې همداسې پاتې شي.
متقي زیاته کړه، دوی د ترکیې له حکومت سره د قطر دفتر له لارې ښې اړیکی درلودې او اوس له دغه هېواده غوښتنه لري چې له افغانستان سره ښې اړیکې ټینګې کړي او افغانانو سره په ځانګړي ډول د کابل او ولایتونو د هوايي ډګرونو د مدیریت لپاره مرسته وکړي.
Views: 24
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP