Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کندهار مشران: د افغانستان بانک د پيسو کنګل کېدل طالبان نه بلکې ولس له ناورین سره مخامخ کوي

کندهار (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۰): د کندهار سلګونو مشرانو د یوې پراخې غونډې له لارې له امریکا او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان بانک کنګل شوې پیسې دې بېرته دغه بانک ته وسپاري، ځکه دا چاره طالبان نه بلکې ولس له لوی ناورین سره مخامخ کوي.

دغه غونډه د کندهار ښار په یوه خصوصي سالون کې جوړه شوې وه چې د دې ولایت د سلګونو قومي مخورو، دیني عالمانو او د پخواني حکومت چارواکو ګډون په کې کړی وو.

د غونډې ګډونوالو پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې له اوسني نظام سره کار وکړي او له افغانانو سره خپلو بشري او پرمختايي مرستو ته دوام ورکړي.

د مخکیني حکومت د ښار جوړولو وزیر، د عینو مېنې او افکو نړیوالۍ کمپنۍ رییس محمود کرزي وویل، د امریکا له خوا د افغانستان بانک د میلیونونو ډالرو د کنګل کولو له امله د ټولو افغانانو ژوند متاثر شوی دی.

هغه زیاته کړه، دا د افغانستان د خلکو پیسې دي او باید بېرته افغانستان بانک ته وسپارل شي.

د ده په خبره، د یادې شوې ستونزې له امله سوداګري درېدلې ده، د توکو بیې لوړې شوې دي، خلک بې کاره شوي دي چې د دوام په صورت کې یې خلک له سختې لوږې او فقر سره مخامخ کېدلای شي.

ده وویل: ((د بانکي محدودیتونو له امله زموږ د کمپنۍ ۷۰۰ کارکوونکي بې معاشه دي، د هېواد هره اداره له ورته ستونزې سره مخامخ ده، نړۍ باید له دې موضوع سره د بشردوستانه ارزښتونو پر بنسټ چلند وکړي.))

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال حاجي محمد یونس مومند وویل، د یوه نظام لپاره د امنیت ټیګښت تر ټولو مهمه چاره ده چې دا کار طالبانو کړی دی، له دې فرصت څخه په ګټې اخیستو باید نړۍ له طالبانو سره ګډ کار وکړي.

ده زیاته کړه، امریکا دې کنګل شوې پیسې بېرته افغانستان ته وسپاري او د پخوا په څېر دې دلته پرمختیايي پروژې پیل کړي.

نوموړي د طالبانو د دې کار ستاینه وکړه چې محصول یې تر پخوا کم کړی او د سوداګرۍ په برخه کې یې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.

خو ده ټینګار وکړ چې سوداګري باید د هېواد په خپل کرنسي (افغانۍ) وشي او له دې لارې یې ارزښت خوندي وساتل شي.

د کندهار یوه دیني عالم مولوي عبدالحنان وویل، اوسنی نظام د ټولو افغانانو دی، هر وګړی یې باید د پایښت او بهبود لپاره کار وکړي.

قومي مشر او د مخکیني حکومت پر مهال د کندهار ولایت مرستیال حاجي اغا لالي دستګیري وویل، نړیوال دې د بندیزونو په نوم افغانان نه ځوروي، دا چاره طالبانو ته نه بلکې ولس ته لوی سرخوږی جوړوي.

نوموړي هغه نیوکې هم بې ځایه وبللې چې ګواکې اوسنی نظام ټولشموله نه دی.

ده زیاته کړه، دا نیوکه هغه مهال ولې نه کېدله چې ټول حکومت د یوې سیمې (پنجشېر) و.

د غونډې یو شمېر نورو ګډونوالو هم د ورته موضوعاتو تر څنګ یادونه وکړه، دا چې عمومي عفوه اعلان شوې او امنیت هم ډاډمن شوی، افغانان دې له هېواده د وتلو هڅې نه کوي.

د یادونې ده چې دا په کندهار کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دوی په ملاتړ لومړۍ غونډه ده چې جوړېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.