کابل (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۰): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزير د دې ترڅنګ چې د مخابراتي شبکو خدمات د قناعت وړ نه بولي، وايي چې د مخابراتي شبکو د لس سلنې مخابراتي محصول سپيناوی اړين دی.
له ياد شوي وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سرپرست وزير نجیب الله حقاني دغه څرګندونې نن (پنجشنبه) د اترا ادارې له کارکوونکو څخه د هغوی د کاري راپور د اورېدلو پرمهال کړې دي.
سرچينې د حقاني له قوله ليکلي چې د مخابراتي شرکتونو په هکله له هېوادوالو سره یوشمېر اندېښنې شته، نو د دې لپاره باید تحقیق او سپیناوی وشي.
دی وايي: “نه یواځی دا چې د مخابراتي شبکو د لس سلنه مخابراتي محصول سپیناوی اړین دی، بلکی د دې ترڅنګ ولس د شبکو له خدماتو څخه لکه: سرعت ، کیفیت او بيو نه هم شکایتونه لري او هیڅ د قناعت وړ نه دي.”
ده زياته کړې، له دې وروسته به د مخابراتي شبکو کنټرول او نظارت د قانون او جواز د شرایطو په رڼا کې ترسره شي، ځکه چې قانون باید په ټولو باندې یو شان پلی شي.
د هغه په وينا، که کوم ځای کې څوک ممانعت کوي او یا خنډ جوړوي، باید قانونی چلند ورسره وشي، ترڅو هېوادوالو ته باکیفیته او ارزان خدمت وړاندې کړای شي.
Views: 140
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن