کابل (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۰): ټایمز مجلې د افغانستان د سرپرست ريیس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر نوم د ۲۰۲۱ زېږديز کال د سلو اغېزناکو کسانو په نوملړ کې شامل کړى دى.
ملا عبدالغني برادر د طالبانو له بنسټ اېښودونکو ګنل کېږي، هغه د طالبانو مخکنۍ دورې له سقوط وروسته د کوټې رهبرۍ شورا غړى هم و.
ملا برادر د اوږدې مودې لپاره په پاکستان کې زنداني و، خو د امریکا په غوښتنه پاکستان له زندانه خوشی کړ او په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر مشر وټاکل شو.
هغه د طالبانو سرپرست حکومت کې د ريیس الوزرا ملا محمد حسن اخند د مرستیال په توګه ګومارل شوى دى.
د راپورونو پر بنسټ، ټایمز مجلې د ملا عبدالغني برادر نوم د ۲۰۲۱ کال د ۱۰۰ اغېزناکو کسانو په نوملړ کې شامل کړی دی.
طالبانو د ټایمز مجلې په دغه نوملړ کې د ملا برادر د نوم شاملېدو هرکلی کړی، د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد سکرتر بلال کریمي رسنیو ته ویلي چې ملا برادر د نرم مزاج او د یوه قاطع شخصیت څښتن دی.
کريمي زياتوي چې ملا برادر له څو لسیزو راهیسې د افغانستان مسایلو کې رغنده رول لوبولى او د نړۍ له یوه ستر ځواک سره یې تاریخي هوکړه کړې ده.
د يادې مجلې په نوملړ کې د ملا عبدالغني برادر ترڅنګ د افغانې مدني فعالې محبوبه سراج نوم هم د هغو سلو کسانو لیست کې راغلی چې د ۲۰۲۱ کال اوږدو کې اغېزناک بلل شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن