Language

ای اېم اېف: افغانستان ته دې د پیسو کوچنۍ کچې حوالو اجازه ورکړل شي

کابل (پژواک، ۱۸ وږی ۱۴۰۰): د پیسو نړیوال صندوق په افغانستان کې روان اقتصادي وضعیت ته سخته اندېښنه ښودلې، وایي چې د اوس لپاره باید پر دې تمرکز وشي چې له بهره افغانستان ته د پیسو کوچنۍ کچې حوالو ته اجازه ورکړل شي.

د راپورونو له مخې، ټاکل شوې وه چې د پیسو نړیوال صندوق ۴۴۴ میلیونه امریکایي ډالر د تېرې اګسټ میاشتې په دویمه نیمايي کې د افغانستان مخکني حکومت ته ورکړي، خو د همدې میاشتې په ۱۵مه پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته دې نړیوالې موسسې دغه پیسې بندې کړې او د طالبانو حکومت ورته لاسرسۍ نه لري.

د پیسو نړیوال صندوق «IMF» ویاند جري رایس (Gerry Rice) ویلي، افغانستان ته د نړیوالو مرستندویانو تعامل ځنډول شوی او دا په معنا ده چې د پیسو نړیوال صندوق مالي مرستې هم ځنډول شوې دي.

رایس چې په واشنګټن کې یې خبریالانو ته خبرې کولې، دغه راز ویلي چې په اوس وخت کې بېړنی تمرکز باید له افغان وګړو سره پر مرسته راټول وي. دی وایي چې د دغو مرستو لږ به له افغانستانه بهر ته د افغانانو د لېږد پر بهیر ولګي او  دا  له هغو هېوادونو سره مرسته ده چې افغان کډوالو ته یې پناه ورکړې ده.

د هغه په وینا، د افغانستان لپاره د دې ادارې بودجه تر اوسه ځنډېدلې او په وینا یې تر څو چې نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندنې په تړاو ګډ دریځ نه وي غوره کړی، له دغه هېواد سره مخامخ اړيکې بیا نه شي ټینګولی.

د دې ادارې ویاند ویلي چې د افغانستان اقتصادي وضعیت ته سخت اندېښمن دي او د طالبانو له خوا یې د افغانستان له لاندې کولو را وروسته په دغه هېواد کې د بشري کړکېچ د ژورېدو د شونتیا په اړه خبرداری ورکړی دی.

هغه ویلي چې د اوس لپاره باید پر دې تمرکز وشي چې له بهره افغانستان ته د پیسو د کوچنۍ کچې حوالو ته اجازه ورکړل شي او له هغو هېوادونو سره دې مالي لاسنیوی وشي چې افغان کډوال ورغلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال افغانستان کې بانکونو د پخوا په څېر عادي فعالیت نه دی پیل کړی، په اوونۍ کې چا ته تر شل زره ډېرې افغانۍ نه ورکوي او دغې چارې خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

Related Topics