کابل (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۰): د پاکستان لومړی وزیر وایي چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو له چارواکو سره تر کتنو وروسته یې له طالبانو سره په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړولو په اړه خبرې پیل کړې دي.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې یې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو له چارواکو سره تر بېلابېلو کتنو وروسته له طالبانو سره په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړولو په اړه خبرې پیل کړې دي.
د شانګهای د همکارۍ سازمان «اېس سي او» سرمشریزه غونده پرون د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې جوړه شوه،روسیه، چین، قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان، ازبکستان، هند او پاکستان د دغه سازمان دایمي غړي دي. ایران چې لکه د افغانستان په څېر د دغه سازمان څارونکی غړی و، په یاده سرمشریزه کې د دایمي غړي په توګه ومنل شو.
ده لیکلي، چې په دغه ټولګډونه حکومت کې به تاجک، ازبک او هزاره قومونه هم ګډون ولري.
نوموړي زیاته کړې چې په دې لړ کې یې په ځانګړې توګه د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره اوږدې خبرې کړې دي.
د پاکستان لومړی وزیر وایي، دا ټولشموله حکومت به له څلوېښت کلنې جګړې وروسته په افغانستان کې د سولې او ثبات ضامین شي.
د نوموړي په وینا، سوله او ثبات نه یوازې د افغانستان، بلکې د ټولې سیمې په ګټه ده.
عمران خان په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي او نه هم طالبانو تراوسه په دې اړه څه ویلي دي.
طالبانو د زمري په ۲۴ مه کابل ونیو او اوس یې ټول هېواد په واک کې دی هغوی ویلي وو، داسې نوی ټولګډونه حکومت به جوړ کړي چې ټول ملیتونه او سیاسي ګوندونه به په کې ځان وویني او د کور دننه او بهر به ملاتړ ولري، خو د وږي په ۱۶ مه یې سرپرسته کابینه اعلان کړه چې محمد حسن اخند رئیس الوزرا او عبدالغني برادر او عبدالسلام حنفي يې مرستيالان وټاکل.
پر دغې اعلان شوې سرپرستې کابینې په کور دننه او په نړیواله کچه نیوکې کېږي چې ټولشموله نه ده، ښځو او لږکیو ته په کې ونډه نه ده ورکړل شوې، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي چې اوسنۍ کابینه او حکومت سرپرست حیثیت لري او بدلونونه په کې راتللی شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP