کابل (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۰): د پاسپورټ عمومي ریاست په داسې حال کې د یو شمېر جعلکارانو نیولو خبر ورکوي چې پژواک تېره ورځ یوه راپور کې په څه باندې ۱۰۰۰ ډالرو د یوه جعلي پاسپورټ د جوړېدو خبر ورکړی و.
پژواک خبري اژانس تېره ورځ د «په تور بازار کې د افغانستان پاسپورټ اخیستو بیه ۱۶۰۰ ډالرو ته رسېدلې» په عنوان خبر خپور کړ.
په دغه راپور کې راغلي چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې په افغانستان کې د پاسپورټ وېش بهیر بند او دفترونه یې تړلي دي، خو د کمېشنکارانو له خوا د پاسپورټ وېش بهیر دوام لري او په یو جلد پاسپورټ په ناقانونه ډول تر ۱۶۰۰ ډالر اخلي.
پاسپورټ عمومي ریاست نن (د وږي ۲۷مه) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې یې یو شمېر کسان د جعلي پاسپورټونو جوړېدو په تړاو نیولي دي.
سرچینې لیکلي چې یاد کسان د کورنیو چارو وزارت د کشفي او استخباراتي منسوبینو په همغږۍ د پاسپورټ عمومي ریاست له خوا نیول شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي: ((نیول شوو کسانو په لومړنیو څېړنو کې پر خپل جرم اعتراف کړی او د ډېرو څېړنو لپاره اړوند ارګانونو ته سپارل شوي دي.))
دا په داسې حال کې ده چې پاسپورټ ریاست خبرپاڼه کې ویلي چې د روان کال د زمري له ۲۴مې نېټې وروسته د پاسپورټ د وېش تر بیا پیلېدو له هرې مرجع صادر شوی پاسپورټ د باور وړ نه دی او مالک به یې د مسافرت پر مهال د سرحدي مسوولینو له خوا تر پېژندل کېدو وروسته عدلي او قضايي مراجعو ته معرفي شي.
خبرپاڼه کې راغلي: ((په تېره میاشت کې چې د پاسپورټ عمومي ریاست فعالیت بند دی، د پیسو په بدل کې د کمېشنکارانو له خوا د پاسپورټ د وېش په اړه اوازې خپرې شوې، د پاسپورټ عمومي ریاست مسوولین د یادو کسانو د نیولو او پېژندلو هڅه کوله، باالاخره د جدي هڅو او کوښښونو په نتیجه کې لومه کې ګیر شول.))
د خبرپاڼې له مخې، د پاسپورټ عمومي ریاست سیستم د هېواد د هوايي او ځکمنیو سرحداتو او انټرپول پولیسو سره وصل دی، په هغه صورت کې چې خلکو د کمېشنکارانو له ادرسه د ۱۴۰۰ کال د زمري له ۲۴ مې وروسته د پیسو په بدل کې پاسپورټ ترلاسه کړی وي پاسپورټونه یې باور نه لري او د مسافرت پر مهال د سرحدي او انټرپول پولیسو له خوا نیول کېږي او قضیه یې اړوند مرجع ته لېږل کېږي.
د خبرپاڼې په پای کې لیکلي شوي چې د پاسپورټ عمومي ریاست یو ځل بیا له خلکو غواړي چې د یادو کسانو له خوا دوکه نه شي، په نږدې راتلونکي کې به د دغه ریاست فعالیت له سره پیل شي او کولای شي تر قانوني طی مراحلو وروسته یې پاسپورټونه ترلاسه کړي.
Views: 196
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن