کابل (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۰): يو شمېر ښځينه فعالانې د ښځو چارو وزارت پر دروازه د بل نوي جوړ شوي وزارت د لوحې تر لګولو وروسته د اعتراض په توګه د دغه وزارت مخته راټولې شوې وې، غوښتنه یې کوله چې د ښځو حقوق دې خوندي وساتل شي.
دوی د ښځو چارو وزارت د بندېدو پر غبرګون د ياد وزارت مخې ته لاریون وکړ او د کار، د زده کړو حق او د لاسته راوړنو د خوندیتوب غوښتنه يې کوله.
طالبانو شاوخوا یوه میاشت مخکې کابل ونیو او د وږي په ۱۵مه د پنجشېر ولایت تر نيولو وروسته پر ټول افغانستان کنټرول لري. هغوی د همدې میاشتې په ۱۶مه یې سرپرسته کابینه اعلان کړه.
په ياده کابينه کې د ښځو چارو او ځینو نورو وزارتونو او خپلواکو ریاستونو ته یې سرپرستان نه دي اعلان کړي، وایي چې پاتې ادارو ته به هم سرپرستان معرفي شي.
خو په نوې کابینه کې د دعوت او ارشاد، امر بالعروف او نهی عنالمنکر وزارت اضافه شوی او درې ورځې مخکې یې د دغه نوي وزارت لوحه د ښځو چارو وزارت پر دوازه لګولې، خو د ښځو چارو وزارت د لغوه کولو په اړه یې تر اوسه څه نه دي ویلي.
نن په کابل کې شاوخوا ۱۶ ښځینه مدني فعالانې د ښځو چارو وزارت پر ودانۍ د « دعوت او ارشاد، امر بالعروف او نهی عنالمنکر» وزارت د لوحې په غبرګون کې د اعتراض په توګه راټولې شوې وې.
لاريونوالو د « ښځو حذفول د انسان حذفول»، «زده کړې زموږ حق دی»، «آزادي زموږ حق دی»، «موږ د شریعت خلاف څه نه دي غوښتي» شعارونه ورکول او غوښتنه یې کوله چې د ښځو د کار او زده کړو حقوق باید خوندي وساتل شي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو مخکې یې ویلي چې ښځې د کار، زده کړو، ملکیت، سوداګرۍ او ښه ژوند حق لري.
Views: 131
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن