کابل (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۰): د «اعماق» په نوم داعش ډلې ته منسوبې ویبپاڼې لیکلي چې په ننګرهار کې په تېرو دوو ورځو کې څلور چاودنې د داعش ډلې کړې دي.
د راپورونو له مخې، پرون او وړمه ورځ د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د څلورو چاودنو له امله دوه ملکي کسان او دوه طالبان وژل شوي او د درېیو ملکي وګړو په ګډون ۲۱ نور کسان ټپیان شوي دي.
د «اعماق» په نوم داعش ډلې ته منسوبې ویبپاڼې لیکلي چې دغه بریدونه د داعش د خراسان څانګې کړي دي. سرچینې ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې ۳۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP