ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز روغتيايي مرکزونه د درملو له کمښت سره مخ دي

د کندوز روغتيايي مرکزونه د درملو له کمښت سره مخ دي

author avatar
20 Sep 2021 - 15:12
د کندوز روغتيايي مرکزونه د درملو له کمښت سره مخ دي
author avatar
20 Sep 2021 - 15:12

کندوز ښار (پژواک، ٢٩ وږى ١٤٠٠): د کندوز اوسېدونکي وايي چې د دغه ولايت په دولتي روغتيايي مرکزونو کې درمل خلاص شوي چې له امله يې خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.

په دې اړه د کندوز ښار اوسېدونکي نادرشاه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت په دولتي روغتيايي مرکزنو کې درمل خلاص شوي او ناروغ لروونکي کسان اړ دي چې په بازار کې په لوړه بيه درمل وپيري.

هغه وايي: ((ورور مې په حوزوي روغتون کې بستر دى، روغتون کې هيڅ درمل نشته دي، ټوله دوا له بهر څخه په لوړه بيه اخلو، د درملو نشتون د خلکو لپاره لويه ستونزه ده، غوښتنه مو دا ده چې هرڅه ژر دغه مشکل حل شي.))

دغه راز يو بل ناروغ لروونکي اسماعيل پژواک ته وويل، که يو عادي شى هم په کار وي، نارغ لرونکى اړ دى چې په بازار کې يې په بيه واخلي.

ده زياته کړه: ((په شفاخانه کې نه دوا شته دى او نه هم د مريض لپاره ډوډۍ لري له الف نه نيولې تر ى پورې هرڅه بايد له بېرون څخه واخيستل شي.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل که دغه ستونزه هرڅه ژر هواره نه شي دوى به له سختو ستونزو سره مخ شي.

په ورته وخت کې د کندوز د کوويډ ١٩ روغتون مسوول ډاکتر رسولزي پژواک ته وويل چې د درملو او نورو تجهيزاتو نشتون د دغه روغتون چارې هم له خنډ او ځنډ سره مخ کړې دي.

دى وايي: ((پنځه مياشتې کيږي زموږ پرسونل معاش نه دى اخيستى، تجهيزات او نور امکانات مو هم په خلاصېدو دي، اړوند مسوولين بايد دغې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.))

د يادو څرګندونو په اړه د کندوز د عامې روغتيا رييس قاري انور پژواک ته وويل چې د دغه ولايت ځينې دولتي روغتونونه د درملو له کموالي سره مخ دي.

هغه زياتوي: ((د تېر حکومت له لوري د درېيو کلونو په جريان کې د کندوز د روغتونونو د درملو تړون هیچا ته نه دى ورکول شوى ځکه اوس روغتونونه له ستونزو سره مخ دي.))

قاري انور وايي چې د يادې ستونزې د حل په موخه يې د اسلامي امارت د روغتيا له کمېسيون سره اړيکه نيولې او د حل ژمنه يې ورسره کړې ده.

د يادونې ده چې پخوا د نړيوال بانک له لوري د افغانستان ډېرى روغتيايي مرکزونه تمويلېدل، خو د طالبانو په راتګ سره نړيوال بانک خپلې مرستې درولې دي.

Views: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.