ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: په سوېل ختيځ زون کې پر کلدارو راکړه ورکړه بیا زياته شوې ده

خلک: په سوېل ختيځ زون کې پر کلدارو راکړه ورکړه بیا زياته شوې ده

author avatar
20 Sep 2021 - 11:31
خلک: په سوېل ختيځ زون کې پر کلدارو راکړه ورکړه بیا زياته شوې ده
author avatar
20 Sep 2021 - 11:31

ګردېز (پژواک، ٢٩ وږی ۱۴۰۰): په وروستيو ورځو کې په پکتيا او ګاونډيو ولايتونو پکتيکا او خوست کې پر کلدارو راکړه ورکړه بيا زياته شوې ده.

د دغو ولايتونو اوسېدونکي او هټۍوال وايي، له شاوخوا درېیو کلونو وروسته په بازار کې راکړه ورکړه بيا په کلدارو زياته شوې او خلک يې ډېره کاروي.

په ګردېز کې د عمده خوراکي توکو پلورونکی حميدالله پکتين د يادې چارې لامل د مسوولو ادارو له خوا نه کنټرول يادوي.

پکتين پژواک ته وويل: ((اصلاً کېدای شي خلکو ته په کلداره کې ګټه ښکاري، نو ځکه کلدارې ته زړه ښه کوي. بل مشکل دا دی چې مخکې به د دغه کار نظارت کېده، خو د طالبانو له راتګ سره د کلدارې په چلولو کوم محدوديت نشته دى.))

د خوست ولايت اوسېدونکی رازمحمد هم دا خبره کوي او د ياد کار تر شا د ګاونډي هېواد پاکستان د منظم پلان د شتون خبره کوي.

محمد زياته کړه: ((څومره چې په کلداره ډېر خريد و فروش کېږي، د پاکستان ګټه ده؛ هغوی د همدې لپاره منظم کار کوي او دلته خپله کرنسي چلوي. ګورئ دلته کلدارې له کومه شوې چې دلته يو دم بېرته زياتې شوې، کلداره په تکليفونو بنده شوې وه او بايد بنده وساتل شي.))

د ښرنې اوسېدونکی بسم الله شرنوال پر خلکو نيوکه کوي چې ولې خپلو ملي اسعارو ته د ارزښت ورکولو پر ځای د ګاونډيو هېوادونو له کرنسيو ګټه اخلي.

شرنوال وايي: ((زموږ خلک هلته د وطندوستي او له پاکستان سره د دښمني خبرې کوي او بېرته بيا ټوله ګټه هغوی ته ورکوي. له بارګينونو او لويو سوداګانو نيولې، تر وړو، وړو شيانو پورې په کلدارو اخلي، دا د خفګان خبره ده، خلک يې بايد ونه کاروي.))

د سوېل ختيځ زون د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولين هم پر ياده چاره خواشيني ښيي او وايي سره له دې چې ډېری عمده توکي په امريکايي ډالر پېرل کېږي او بيا يې بيه افغانيو ته اوړي، خو په خبره يې، نه پوهېږي ولې د طالبانو له واکمن کېدو سره کلدارو ته بېرته زمينه برابره شوې ده.

خو د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور رييس ملا خالقيار احمدزی وايي چې ياده مسئله جدي تعقيبوي.

احمدزي وويل: ((په هيڅ ډول به د ګاونډيانو او بهرنيانو کرنسۍ دلته زموږ د بازار کرنسي نه وي، موږ د افغانيو ارزښت ساتلو ته ژمن يو او په دې اړه پاليسي دا ده چې سوداګرو او دوکانداراتو ته سپارښتنه شوې چې پېر او پلور پر افغانيو وکړي.))

شاوخوا دوه نيم کاله وړاندې په ګردېز او ورپسې په خوست او پکتيکا ولايتونو کې د پاکستاني کلدارو د بندولو او افغانيو د دودولو چاره ترسره او ټوله راکړه ورکړه پر افغانيو پيل شوه چې د اقتصاد پوهانو په خبره، پر دولتي حاکميت سربېره د ملي اقتصاد لپاره لازمي چاره ده.

Views: 16

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.