کابل (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۰): نظامي چارواکو ته امر شوی چې د «اسلامي امارت په صف کې» هغه چا ته ځای ورنه کړي چې په شخصي خصومتونو، بدیو، بد اخلاقیو، د خلکو ځورولو، فساد او نورو ناوړه کړنو کې ښکېل وي.
د صفوفو د تصفیې کمېسیون په خبرتیا کې راغلي: «د اسلامي امارت د درې ګونو نظامي ارګانونو (ملي دفاع وزارت، د کورنیو چارو وزارت او د استخباراتو لوی ریاست) په چوکاټ کې د صفوفو د تصفیې کمېسیون ټولو اړوند نظامي مسوولینو ته په جدي توګه خبر ورکوي چې د اسلامي امارت په صف کې هغه چا ته ځای ورنه کړي چې په شخصي خصومتونو، بدیو، فساد، بد اخلاقیو، د خلکو د حقونو په ضایع کولو، د خلکو ځورولو، مالي فساد، چور او چپاول، یا هم نورو ناوړه کړنو کې لتاړ وي او یا بده سابقه ولري.»
سرچینې زیاته کړې چې ټول نظامي چارواکي په ځانګړې توګه ډلګۍ مشران دې په ولایتونو کې د استخباراتو ریاستونو ته د خپلو ملګرو بشپړ لېستونه له ټولو مشخصاتو سره ورکړي او د پورته بدو خویونو درلودونکي دې په زغرده یاد کمېسیون ته د ولایتونو د مسوولینو له لارې او یا هم په مستقیم ډول په پنځلسو ورځو کې ور معرفي کړي.
یاد کمېسیون لیکي چې که په کومه ډلګۍ یا نظامي اورګان کې بیا هم هغه وګړي شتون ولري چې له پورته بدو اوصافو یو هم په کې ولیدل شي، شخصاً دغه بې لارې کس به محاکمه او له صف څخه اخراج او مسوول به یې هم له سخت قانوني چلند سره مخ کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP