کابل (پژواک، تله لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): د امریکا ولسمشر د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې له افغانستانه د امریکایي پوځیانو د ایستلو په اړه له خپلې پرېکړې بیا دفاع وکړه، ویې ویل چې له افغانستان سره یې د دیپلوماسۍ نوی ثابت فصل پرانیستی دی.
جوبایډن تېره ورځ د امریکا د ولسمشر په توګه د ملګرو ملتونو سازمان عمومي غونډې ته په خپله لومړۍ وینا کې وویل: "موږ د افغانستان شل کلن کړکېچ پای ته ورساوه، د دوام لرونکې جګړې فصل مو وتاړه، اوس د دیپلوماسۍ نوی ثابت فصل پرانیستی... زه چې اوس دلته ولاړ یم، په تېرو شلو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې امریکا په جګړه کې شامله نه ده."
ده زیاته کړه چې د امریکا متحده ایالتونه د اړتیا په صورت کې له «ترهګرۍ» سره مبارزه کې له پوځي ځواک څخه کار اخلي، خو ټینګار یې وکړ چې پوځي فشار به وروستی انتخاب وي.
بایډن له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په تړاو په امریکا او له دغه هېواده بهر له ځینو نیوکو سره مخ شوی، خو تېره ورځ یې وویل چې د امریکا پوځ اړ نه دی چې په نړۍ کې د هرې رامنځته کېدونکې ستونزې په اړه ځواب ووايي.
ده زیاته کړه چې هېواد یې په منځني ختیځ، عراق او افغانستان کې د ښځو له حقونو دفاع کړې، کوي یې او وبه یې کړي.
د امریکا ولسمشر په خپله وینا کې د کرونا وبا او د نړۍ د موسمي بدلون پر خلاف د اړینو کړنو خبره وکړه، ویې ویل: "د یوې نړیوالې ورورولۍ په حیث، موږ ته داسې بېړني او پراخېدونکي چلېنجونه مخې ته راغلي چې په کې ډېر لوی فرصتونه هم نغښتي، خو که چېرته موږ وکړای شو له دغو فرصتونو د کار اخیستلو عزم و اراده پخه کړو."
دغه راز هغه نړیوالو اړیکو ته په اشارې وویل: «موږ دا نه غواړو، بیا یې تکرار وایم، موږ دا نه غواړو چې یوه نوې سړه جګړه پیل کړو، یا یوه داسې دنیا جوړه کړو چې په سختو مخالفو بلاکونو وېشل شوې وي. امریکا چمتو ده چې له هر ملک سره چې د مشترکو چلېنجونو د پرامنه حل کولو په خاطر ګامونه پورته کوي، کار وکړي، ان که موږ په نورو برخو کې له هغه ملک سره سخت اختلافات هم ولرو؛ ځکه که موږ د کرونا وبا، موسمي بدلون په شان ګواښونو سره د مقابلې لپاره یو لاس نه شو، د ناکامۍ اثرات به یې موږ ټولو ته زیان ورسوي.
د راپورونو له مخې، د قطر امیر تیم بن حمد آل ثاني د ملګرو ملتونو په یاده ناسته کې له طالبانو سره د خبرو پر اړتیا او له افغانستان څخه پر نړیوال ملاتړ ټینګار وکړ، ویې ویل چې سیاسي اختلافونه باید له دغه هېواد سره بشري مرستې ټکنۍ نه کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP