کابل (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۰) : ملګرو ملتونو ویلي دي چې د دغه سازمان کلنۍ غونډه کې به د افغانستان پخوانی استازی غلا محمد اسحاقزی د دغه هېواد استازیتوب وکړي.
تر دې مخکې د طالبانو حکومت د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین د ملګرو ملتونو لپاره ځانګړی استازی ټاکلی او د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له ملګرو ملتونو غوښتي و چې سهیل شاهین ته د افغانستان په استازیتوب د خبرو کولو اجازه ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې اسحاقزي هم د ملګرو ملتونو سرمنشي ته تېره اوونۍ لیک لېږلی و او له هغه یې غوښتي و چې نوموړی دې په خپلې دندې کې پرېږدي.
رویټرز اژانس د ملګرو ملتونو سازمان د ویاند سټیفن ډوجارک د څرګندونو په حواله خبر ورکړی چې اسحاقزی به د دوشنبې په ورځ د افغانستان په استازیتوب کلنۍ غونډې ته وینا وکړي.
خو سرچینې زیاته کړه، په خپل هېواد کې د پوځي کودتا له امله د برما (میانمار) استازي ته په غونډه کې د ګډون او خبرو کولو اجازه نه ده ورکړل شوې.
په ملګرو ملتونو کې د میانمار استازي رویټرز اژانس ته منلې چې ده ته د ګډون او وینا کولو اجازه نه ده ورکړل شوې.
خو د ملګرو ملتونو ویاند ویلي چې غلام محمد اسحاقزی چې اوسمهال په نیویارک کې دی د افغانستان په استازیتوب به د دغه سازمان کلنۍ غونډه کې ګډون او وینا وکړي.
د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې د ګډون اجازه د نهه کسیزه کمېټې له خوا ورکول کیږي چې په کې امریکا، چین او روس هم غړیتوب لري .
د راپور له مخې، دغه کمیته به راتلونکې میاشت په خپله غونډه کې پرېکړه وکړي چې د ملګرو ملتونو بلې مهمې غونډې ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي ته د ګډون او وینا اجازه ورکړي که نه.
د ملګرو ملتونو د کاري اصولو په اساس هر کال د نهو کسانو په ګډون یوه کمېټه د غړو هېوادونو له خوا د لېږل شوو استازو اعتبارنامو په برخه کې کار کوي. خو دغه کار د عمومي غونډې تر ختمېدو وروسته، د اکتوبر او نومبر په میاشتو کې غونډه کوي. سږکال په دغې کمېټې کې بهاماس، بوتان، چیلي، چین، نامیبیا، روسیه، سیرالیون، سویډن او د امریکا متحد ایالات غړیتوب لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP