Language

ښوونکي: که معاشونه رانه کړل شي، دندو ته دوام نه شو ورکولی

ګردېز (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۰): د پکتيا ښوونکي وايي، له تېرو کابو درېيو مياشتو راهيسې يې معاشونه نه دي ورکړل شوي او په خبره يې په روان ناوړه اقتصادي حالت کې ښايي نور دندو ته دوام ورنه کړلی شي.

دوی وايي، چې د خپلو کورنيو د ورځنيو اړتياوو پوره کولو لپاره اړ دي مزدوري وکړي او له نورو لارو د عايد تر لاسه کولو هڅې وکړي.

د ګردېز ښار د دويمې ناحيې اړوند د باغشاه لېسې مدير، معاون ناياب د ښوونکو د اقتصادي حالت په اړه اندېښنه ښيي او وايي چې ښوونکي د خپلو اړتياوو پوره کولو لپاره يوازې همدا د معاش لاره لري.

ناياب پژواک ته وويل: ((طالب مسوولين دې د ټولنې د دې مقدسې او غريبې طبقې معاشونه ورکړي او د راتلونکي لپاره دې پر منظمه طرحه کار وشي.))

د څمکنيو ولسوالي د مرکزي لېسې ښوونکی عبدالوارث افګار هم دا خبره کوي او وايي ځينې ښوونکي د سختو اقتصادي ستونزو له امله په قاچاقي لارو نورو هېوادونو ته تللي او يا يې د تګ په هڅه کې دي.

افګار زياتوي: ((دا حالت ډېر د تشویش وړ دی او نور د زغم نه دی. چې استاد فکراً او ذهناً آماده ونه واوسي، تدریس ممکن نه دی او نه په زور تدريس کيږي. موږ داسې نه وايو چې د تېرو تقريبا درې مياشتو معاش دې پوره شمېرلی راکړي، حداقل دومره دې راکړي، چې د اوس لپاره مو مشکل پرې حل شي.))

د ګردېز د ښاري نسوان ښوونځي ښوونکې انيسه اقدس پر روان مبهم حالت او د نجونو د ښوونځيو پر نه پيل سخته نيوکه کوي او وايي چې طالب چارواکي دې د ټولنې اړتياوو ته په کتو پر ياده پرېکړه بيا کتنه وکړي.

اقدس وويل، چې تعليم پر ښځو فرض دی او د نجونو په ښوونځيو کې نه يوازې د هلکانو او نجونو ټولګي بېل دي، بلکې د ډېری لويو ښوونځيو اداره هم د مېرمنو له خوا مخ ته وړل کيږي.

نوموړې زياته کړه: ((تعليم پر ښځو هم فرض دی. د نجونو او ښځو تعليم مخکې هم د اسلامي اصولو مطابق او پرده کې و اوس به هم وي. ډېرې مېرمنې دي، د معلمۍ د وظيفې له لارې د کور نفقه برابروي، غوښتنه مو دا ده چې زموږ مکتبونه هم شروع شي او پاتې معاشونه مو راته راکړل شي.))

دغو او يو شمېر نورو ښوونکو ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل که چيرې يې د معاشونو ستونزه هواره نه شي، نور نه شي کولاى کار ته ادامه ورکړي.

د پکتيا د پوهنې رياست مسوول ملا نېک محمد منيب هم د ښوونکو د معاشونو او اقتصادي ستونزو مسله مني او وايي، د هغوی د معاشونو د ورکړې پر لارو، چارو کار روان دی.

منيب وايي: ((د ښوونکو ستونزې مو په نظر کې دي او پر حل مو يې کار پيل کړی دی. همدارنګه د هغو ښوونکو تصفيه مو هم پيل کړې، چې په تېر حکومت کې يې د خيالي ښوونکو په ډول هوايي معاشونه اخيستل.))

د يادونې ده چې په هېواد کې د اقتصادي ستونزو له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د ژمي په رانږدې کېدو سره د نورو ننګونو په اړه هم اندېښنې لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.