کابل (پژواک، ٣ تله ١٤٠٠): د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې په افغانستان کې ۱۴ میلیونه خلک د خوراکي توکو له کموالي سره مخ دي.
د امريکا غږ د راپور له مخې، د خوراک نړیوال پروګرام یا (WFP) په خپل تازه راپور کې ویلي چې د تازه سروې له مخې، په افغانستان کې یوازې ۵ سلنه کورنۍ کافي خواړه لري.
یاد پروګرام همدرانګه زیاته کړې چې د ښاري تعلیم لرونکې کورنۍ هم د دندو له لاسه ورکولو، پیسو نشتوالي او د خوراکي موادو د بیو لوړېدو له امله اغېزمنې شوې دي.
په راپور راغلي چې دوه میلیون افغان ماشومان د خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره هم مخامخ دي.
د خوراک نړیوال پروګرام د معلوماتو په اساس، په روانه سپټمبر میاشت کې د یاد پروګرام له لارې ۹۶۵۰۰۰ کسانو خوراکي مواد تر لاسه کړي دي.
راپور زیاتوي چې (WFP) خپلو همکارانو ۱۳۶۷۶ ټنه خوراکي مواد تسلیم کړي دي.
خو د خوړو نړیوال پروګرام په خپل راپور کې ویلي چې دوی تر ډسمبر میاشې په افغانستان کې له اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره ۲۰۰ میلیونه ډالر او د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ له لومړۍ څخه بیا تر اپریل پورې ۳۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) هم د اندېښنې په ښودلو ویلي و چې اوس مهال په دغه هېواد کې ۱۰ میلیون ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو سازمان ویلي و چې اوس مهال په افغانستان کې ۱۸ میلیون وګړي چې ددغه هېواد نفوس څه باندې نیمايي برخه تشکیلوي بشري مرستو ته اړتیا لري.
په دې وروستیو کې د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې سخته لوږه په زیاتېدو ده او کورنۍ د خپلو ماشومانو لپاره د خوراکي موادو پيدا کېدو لپاره له ستونزو سره مخ دي.
د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د یوې ټیلېفوني سروې له مخې چې د تېرې اګست میاشتې له ۲۱ څخه بیا د سپټمبر میاشتې تر پنځمې تر سره شوې وه ۹۳ سلنه کورنیو ویلي وو چې د خوړو لپاره کافي غذايي توکي نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې ټولنې په سویس کنفرانس کې له افغانستان سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په ارزښت د بشري مرستو برابرولو اعلان کړى دى.
Views: 107
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن