Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په غور کې څلور کسان وژل شوي

فیروز کوه(پژواک، ۴ تله ۱۴۰۰): د غور سیمه ییزې سرچینې په یاد ولایت کې د دوو انسان تښتوونکو او دوو سوداګرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د غور ولایت د ملي امنیت مرستیال محمد صادق رصاص پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده پېښه تېره شپه د دغه ولایت مرکز فیروزکوه ښار کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه: ((اختطاف کوونکي راغلل د هزاره قوم دوه سوداګر یې ونیول، کله چې پوه شول سیمه کې مجاهدین شته په همغه شېبه یې دواړه سوداګر ووژل او له مجاهدینو سره یې جګړه پیل کړه، له نېکه مرغه د اختطاف کوونکو دوه کسان هم ووژل شول او درې نور له سیمې تښتېدلي دي.))

د رصاص په خبره، دغه انسان تښتوونکي تازه د غور له زندانه خوشې شوي وو او مخکې یې له داعش ډلې سره اړیکې درلودې.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.