ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

انقره په مشروط ډول له کابل سره اړيکې پالي

انقره په مشروط ډول له کابل سره اړيکې پالي

author avatar
27 Sep 2021 - 11:06
انقره په مشروط ډول له کابل سره اړيکې پالي
author avatar
27 Sep 2021 - 11:06

کابل (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۰): د ترکيې ولسمشر وايي، که په افغانستان کې د نوي حکومت کابینه ټولشموله او ښځو ته په کې ونډه ورنه کړل شي، د کابل نړیوال هوايي ډګر د چارو سمبالښت پر غاړه نه اخلي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا (سي بي ایس) تلوېزیون سره مرکه کې ويلي چې په افغانستان کې نوی رامنځته شوی حکومت ټولشموله نه دی او نه ددې هېواد ټول قشرونه په کې شامل دي.

د نوموړي په وينا، که چېرې طالبان دغه ستونزه حل نه کړي، ياد هېواد به په افغانستان کې حضور ونه لري.

هغه ويلي، که چېرې حکومت ټولشموله شي، بیا به په افغانستان کې حضور پيدا کړي.

ده زياته کړې، که په افغانستان کې مېرمنو ته د ژوند په ټولو چارو کې برخه ورکړل شي، دوی یې ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت مسوولينو په هېواد کې د ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټينګار کړى او ويلي يې دي چې د حکومت په ساختار کې ښځو ته هم ونډه ورکوي.

Views: 98

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.