کابل (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۰): بلجیم کې د افغانستان سفارت او نمایندګي وايي چې نن سهار یو شمېر بلواګر له خپلو وسلو سره پر دغه سفارت برید کړی او سفارت یې نیولی دی، خو د پولیسو په غبرګون کې یاد کسان نیول شوي او برید پای ته رسېدلی دی.
په هغې خبرپاڼه کې چې په اروپايي ټولنه، ناټو او بلجیم کې د افغانستان سفارت خپره کړې، راغلي چې شپږ بلواګر چې ځانونه یې د افغانستان ديموکرات ښاریان معرفي کړي، د سهار له تیارې په استفاده سفارت ته داخل شوي او هغه یې نیولی دی.
خبرپاڼه کاږي، یاد کسان د ښیښو او امنیتي دروازو په ماتولو سره سفارت ته داخل شوي، ورودي او خروجي دروازې یې بندې کړې دي.
بلجیم کې د افغانستان سفارت وايي، دغو کسانو د سفارت ساتونکي وهلي، په چاړو او پړي یې د مرګ ګواښ ورته کړی دی.
د سفارت په خبره، وروسته یاد کسان د انټرنټ سرور خونې ته داخل شوي، د سفارت امنیتي کامرو ته یې زیان رسولی او خاموشه کړې یې دي.
دغه راز یې پر څلورو پوړونو برید کړی، دوسیې او ارزښتمن اسناد یې ترلاسه کړي او یو شمېر یې تخریب کړي دي.
په اعلامیه کې راغلي چې سفیر، برید کوونکي وهڅول څو ارام شي چې دغه برید د پولیسو په مداخلې او بریدګرو په نیولو سره پای ته ورسېد.
د سفارت په اعلامیه کې راغلي: «له بده مرغه دغو بې بندوباره کسانو د ډېپلوماټیک بنسټ حریم تر پښو لاندې کړی او د هغوی دغه کار، د افغانانو لپاره د خدمت وړاندې کولو په برخه کې د کار د ځنډ لامل شوی دی.»
دغه سفارت په بلجیم او لوګزامبورک کې مېشتو افغانانو ته ډاډ ورکړی چې د تېر په څېر د خلکو په خدمت کې دی.
دغه سفارت لیکلي چې د دغه شپږ کسیزې ډلې ناسم او غیرمدني چلند چې د بروکسل له پولیسو سره دي، ډېر زیانونه یې سفارت ته رسولي، خو تراوسه د دغه زیان کچه نه ده په ډاګه شوې.
Views: 51
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن