فیض آباد (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۰): په بدخشان کې یو شمېر معلولین او د شهیدانو کورنۍ د خپلو میاشتنیو حقونو له نه ورکړې شکایت لري او له مسوولینو غواړي چې دغې ستونزې ته یې رسېدنه وکړي.
د دوی له ډلې یو شمېر کسانو له پژواک سره په مرکو کې وویل، د یو کال حقونه یې او د ځینو بیا د څو کلونو حقونه پر دولت پاتې دي، خو څوک یې ستونزې ته رسېدنه نه کوي.
۶۵ کلن دولت چې درې لسیزې مخکې له شوري اتحاد سره جګړه کې پر پښه او لاس معیوب شوی پژواک ته وویل: ((شپږ میاشتې کېږي معاش مې نه دی اخیستی، اوس له خپلې اته کسیزې کورنۍ سره په بد اقتصادي وضعیت کې یم، د شپې او ورځې ډوډۍ ته حیران پاتې یم.))
نوموړي له حکومتي چارواکو وغوښتل چې میاشتني امتیازونه یې د تېرو کلونو په څېر ور کړي.
بلخوا په فیض اباد کې د شهیدانو یوه وارث روح الله هم د خپل ورور چې په جګړه کې وژل شوی د دوو کلونو د حقونو له نه روکړې شکایت وکړ.
هغه وویل، د خپلې او ورور د کورنۍ یواځینی د ګټې کس دی.
نوموړي چې اقتصادي وضعیت یې ښه نه دی وویل: ((نه کار شته نه عاید، حیران پاتې یم چې څه کار وکړم، یو وخت ډوډۍ لرم، دوه وخته یې نه لرو.))
هغه هم له مسوولینو وغوښتل چې د معلولینو او شهیدانو د کورنیو د حقونو ورکړې ته پاملرنه وکړي.
په بدخشان کې د طالبانو مرستیال والي که څه هم له طالبانو سره جګړه کې د شهیدانو او نظامیانو د حقونو د ورکړې په اړه څه ونه ویل، خو په ټینګار یې وویل: ((د ملکي معلولینو او هغو معلولینو چې له روسانو سره جګړه کې ټپيان شوي حقوق به یې ورکړي.))
د هغو شمېرو له مخې چې مخکې د بدخشان سیمه ییزو مسوولینو وړاندې کړې وې په تېرو ۲۰ کلونو کې په دغه ولایت کې ۱۳زره بدخشاني نظامیان جګړه کې وژل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP