ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د ناامنیو د مخنيوي لپاره د ناقانونه وسايطو پر ګرځېدو بنديز ولګېد

ننګرهار کې د ناامنیو د مخنيوي لپاره د ناقانونه وسايطو پر ګرځېدو بنديز ولګېد

author avatar
28 Sep 2021 - 11:59
ننګرهار کې د ناامنیو د مخنيوي لپاره د ناقانونه وسايطو پر ګرځېدو بنديز ولګېد
author avatar
28 Sep 2021 - 11:59

جلال اباد (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۰): په ننګرهار کې د وروستيو ناامنيو او چاودنو د زياتوالي له امله د ناقانونه او اسناد نه لرونکو موټرو او د شپې له خوا د غير مسووله وسله والو کسانو پر ګرځېدو بنديز ولګېد.

دغه پرېکړه په تېره اوونۍ کې د پرله پسې چاودنو او هدفي وژنو وروسته د ځايي چارواکو له خوا شوې او ټينګار شوی که هر چا له دغې پرېکړې سرغړونه وکړه جدي قانوني چلند به ورسره وشي.

د تېرې اوونۍ په جريان کې په جلال اباد ښار کې د چاودنو او هدفي وژنو له امله شاوخوا ۶۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ډېری يې طالبان دي.

که څه هم په رسمي توګه په دې تړاو څه نشته خو ويل کېږي چې د دغو هدفي وژنو او بمي چاودنو تر شا د داعش وسله والې ډلې لاس دى.

تازه د ننګرهار ولايتي ادارې ويلي چې تر دې وروسته به هیڅ ناقانونه وسایطو ته په ښار کې د ګرځېدو او د شپې له خوا نامسووله وسله والو ته د ګرځېدو اجازه ورنه کړي.

د ننګرهار ولایت د رسنيو له دفتر څخه د تلې په ٦ مه پژواک اژانس ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بې پلېټه ريکشاوو، موټرو او موټر سايکلونو په ګرځېدو بنديز لګول شوى دى.

د خبرپاڼه د معلوماتو له مخې، په ښار کې د شپې له لوري يواځې مسوولو امنيتي کسانو ته د فعاليت اجازه شوې ده.

په خبرپاڼه کې ټينګار شوی، طالبان مکلف دي چې د دندې پر مهال د مبايل له کارولو ډډه وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، باروړونکي موټر ښار ته د ننوتلو اجازه نه لري بايد د تېر په څېر له حلقوي سړک څخه ګټه واخلي او که څوک پورته مادې پلې نه کړي؛ نو د قانون له مخې به ور سره جدي چلند وشي.

په ورته وخت کې د جلال اباد ښار اوسېدونکي له دغې پرېکړې خوښ دي او غوښتنه کوي چې د پېښو مخنيوي لپاره دې تر دې هم اقدامات جدي کړي.

د جلال اباد ښار يو اوسېدونکی نصيب الله چې د فيسبوک له لارې له دغې پرېکړې خبر شوی، وايي، دغه پرېکړه به د چاودنو او هدفي وژنو په مخنيوي کې ډېر ګټوره تمامه شي.

د هغه په وينا، هدفي وژنې او چاودنې ډېر يې د همدا ډول بې اسنادو موټرو او نامسووله وسله والو له لوري ترسره کېږي.

سپين ږيری خدای نور چې په خپل عمر کې يې د ډېرو نظامونو بدلون ليدلی وايي، د هر نظام تغیير سره په لومړيو کې د ګدوډۍ څخه په استفادې هدفي وژنې، غلاوې او نورې پېښې کېږي، خو چارواکي بايد نظم رامنځته کړي.

دی وايي، حکومتي چارواکي بايد خپلو سرتېرو ته منظم لباسونه ورکړي چې له نامسووله وسله والو سره يې توپير وشي او پېښې مهار شي.

Views: 31

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.