Language

حنفي: د لومړنیو توکو اړوندو چارو او نرخونو د کنټرول لپاره کمېسیون جوړ شوی

کابل (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۰): د لومړنیو توکو د نرخونو او اړوند چارو د کنټرول لپاره کمېسیون او د سوداګرۍ لپاره بهر ته د پیسو د لېږد لپاره اسانتیا رامنځته شوې او ژر به افغانستان او ترکمنستان د سیمه ییزو پروژو په تړاو غونډه وکړي.

د افغانستان د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي حنفي دغه څرګندونې نن کابل کې یوې غونډې ته وکړې.

ده وویل چې هېواد کې د نرخونو کنټرول او لومړنیو خوارکي او روغتیايي توکو اړوندو چارو د تنظیمولو لپاره یو کمېسیون جوړ شوی او په دې برخه کې به مهمې پرېکړې کوي، ترڅو خلک له اوسنیو ستونزو ووځي.

هغه وايي، یاد کمېسیون ملي سوداګرو ته له بانکونو د پیسو ترلاسه کولو او هم د نړۍ نورو بانکونو ته د پیسو لېږد په اړه پرېکړه کړې ترڅو لومړني توکي وپیري او هېواد ته یې وارد کړي.

دغه راز حنفي زیاته کړه چې د اوسپنۍ پټلۍ اداره چمتو ده چې د ایران تر چابهار بندره او دغه راز تر چمن او کوټې پورې پټلۍ غځولو لپاره پانګونه وکړي.

د ده په وینا، د یادې موضوع په اړه به ډېر ژر یوه ناسته وشي او پرېکړه به وکړي چې د یادو پروژو کارونه پیل شي.

حنفي، وایي چې د ترکمنستان د ولسمشر مرستیال له ده سره په ټیلېفوني خبرو کې غوښتي چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ یوه غونډه وشي ترڅو د دغو هېوادونو ترمنځ او سیمه کې د ستراتېژیکو پروژو پر پلي کولو خبرې وشي.

هغه وویل چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ به ډېر ژر غونډه وشي او د یادو مسایلو په اړه به عملي ګامونه پورته شي.

ده د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړ ویې ویل چې نور به څوک ملي پانګې بهرته نه لېږدوي.