منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 9:06 غ.م
ننوتل
14° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
سوداګري او اقتصادغړي

د کندوز سوداګر: امريکا دې کنګل شوې پيسې ازادې کړي

· 2 دقیقې لوستل · 183 کتنې

کندوز ښار (پژواک، ٧ تله ١٤٠٠): د کندوز سوداګر وايي چې د امريکا له لوري د افغانستان د پيسو له کنګل کېدو وروسته خصوصي سکتور ته ميليونونه ډالر زيان رسېدلى دى.

امريکا د افغانستان څه باندې نهه ميليارده ډالر وروسته له هغه کنګل کړل چې د پلازمېنې کابل په ګډون د ټول هېواد واګې طالبانو په لاس کې واخيستې.

د اړوندې موضوع په اړه د کندوز سوداګرو د دغه ولايت په مرکز کې غونډه جوړه کړې وه.

په دې غونډه کې د کندوز سوداګرۍ خونې رييس متين يوسفزي وويل، که چېرې امريکا د افغانستان کنګل شوې پيسې ازادې نه کړي، هېواد به له يو لوى اقتصادي بحران سره مخ شي.

هغه زياته کړه: ((د امريکا دغه کار د بشري قوانينو خلاف عمل دى، موږ له ملګرو ملتونو غواړو چې پر امريکا فشار راوړي څو د افغانستان پيسې بېرته ازادې کړي.))

دغه راز د حاجي نسيم په نوم يوه سوداګر وويل، د يادو پيسو د کنګل کېدو له امله په هېواد کې د توکو نرخونه ډېر لوړ شوي چې خلک يې د اخيستلو توان نه لري.

ده زياته کړه: ((د امريکا دغه ډول کارونه په ښکاره ډول د افغانستان له خلکو سره دښمني ده.))

همدارنګه يو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل، له کله چې امريکا د افغانستان پيسې کنګل کړې، له بېلابېلو لارو خصوصي سکتور ته  ميليونونه ډالر زيان رسېدلى دى.

د غونډې په پاى کې د کندوز د اطلاعاتو او کلتور رييس مطيع الله روحاني وويل چې د سوداګرو لپاره به د ښه فعاليت کولو اړينه زمينه برابره شي.

ده هم له امريکا غوښتنه وکړه چې له بېوزلۍ او فقره د افغانستان د خلکو ژغورلو په موخه کنګل شوې پيسې بېرته ازادې کړي.

د راپورونو

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.