ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تېر حکومت ځینو مشرانو له بهره د دولت جوړېدو خبره کړې، خو ډېرو خلکو ورسره مخالفت ښودلی

د تېر حکومت ځینو مشرانو له بهره د دولت جوړېدو خبره کړې، خو ډېرو خلکو ورسره مخالفت ښودلی

کابل (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۰): په سویس کې د افغانستان سفارت پر فېسبوکپاڼه لیکل شوي چې د غني د حکومت یو شمېر مشران له بهره د دولت په توګه کار ته دوام ورکوي، خو ډېرو کسانو دغه کار غندلی او مجاهد وایي: «دا په غبرګون نه ارزي.»

شاوخوا یوه نیمه میاشت مخکې کابل د طالبانو لاسته ولوېد او هغوی دا مهال ټول هېواد په واک کې لري.

د طالبانو لاسته د کابل له لوېدو وروسته پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له هېواده ووت، خو لومړی مرستیال یې او ځیني نور چارواکي پنجشېر ته ولاړل او هلته یې وسله وال مقاومت پیل کړ، خو تر شپږو ورځو جګړو وروسته پنجشېر هم طالبانو ونیو او ویل کېږي چې د دغه مقاومت مشران هم بهر ته تللي.

اوس په سویس کې د افغانستان د سفارت پر رسمي فیسبوکپاڼه خپره شوې ۱۸ ماده ییزه اعلامیه کې راغلي چې “د افغانستان اسلامي جمهوري دولت “د افغانستان یوازېنۍ مشروع ” او د “انتخاباتو او خلکو پر رایو” رامنځته شوې اداره ده او “هيڅ بله اداره نه شي کولای د افغانستان د اساسي قانون په خلاف د مشروع حکومت ځای ونیسي.”

سرچینه زیاتوي: “د جمهور رییس [غني] په وتلو او د سیاست او د دغه هېواد له ادارې سره د هغه د اړیکو تر شلېدو وروسته د جمهوري ریاست لومړی مرستیال (امرالله صالح) د اساسي قانون د موادو پر اساس د حکومت د سرپرست په توګه دنده ترسره کوي او د هېواد د چارو مشري کوي.”

سرچینه د جزئیاتو له ورکولو پرته لیکي چې دغه پرېکړه له «سیاسي مشرانو» سره له مشورو وروسته شوې ده. هغوی د یادو سیاسي مشرانو نومونه نه دي یاد کړي.

سرچینه زیاتوي چې په بهر کې د افغانستان د جمهوري دولت د فعالیت ځای به ډېر ژر اعلان شي، د “دولت عالي شورا” به د چارو د مشرۍ لپاره جوړه شي، سفارتونه به په عادي ډول کار ته دوام ورکوي.

په اعلامیه کې د «مقاومت له جبهې» ملاتړ شوی او له نړۍ غوښتل شوي چې د افغانستان نوی سرپرست حکومت پر رسمیت ونه پېژني.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ له نشراتي مرستیال ذبیح الله مجاهد سره مو یاده اعلامیه شریکه کړه، خو هغه وویل: «دا په غبرګون نه ارزي.»

د بي بي سي فارسي پر فېسبوکپانه هم دغه خبر خپور شوی او څه باندې ۲۷۰۰ کسانو پرې بېلابېلې تبصرې لیکلې دي.

پژواک له یادو تبصرو په پر له پسې ډول ۳۰۰ تبصرې وکتلې چې له ډلې یې یوازې دوو کسانو له بهره د دولت په توګه د کار کولو له یاد اعلان څخه ملاتړ کړی او پاتې نورو ورسره مخالفت ښودلی.

مسعود اکبري له بهره د حکومت چلوونکو ته ليکلي: «په کور دننه مو څه خدمت وکړ، پرته له دې چې خلکو ته مو بدبختي جوړه کړه، غلاوې مو وکړې، ځان او خپلو خلکو ته مو چور او چپاول وکړ چې اوس غواړئ بهر کې حکومت وکړئ… .»

نسيم ستانکزي هم ورته څرګندونې کوي، وایي: «په هېواد کې دننه مو د بیت المال په چور او چپاول زړه یخ نه شو چې اوس د خپلو استعماري بادارانو په هدایت د مظلوم ملت بودجه په بهر کې حیف او میل کوئ.»

عمر کندوزی بیا لیکي: «دا هم هماغه د طالبانو د لومړۍ دورې کیسه شوه چې جناب رباني د طالبانو لاس ته د کابل له لوېدو وروسته وتښتېد او له پنجشېر او بدخشانه یې حکومت اعلان کړ. له بد نه تر بدتر یې توبه.»

ځینو کسانو بیا له بهره د حکومت پر اعلان ملنډې وهلې دي.

ضیا باري ليکي: «له هېواده بهر نه، بلکې له ځمکې نه بهر(په مریخ کې) ځکه چې هغوی پر ځمکه خپله دنده پای ته رسولې. د ناسا نوي خبرونه ښیي چې د جمهوریت فراریانو ته یې په مریخ کې ښارګوټی جوړ کړی چې د ولسمشرۍ ماڼۍ لري او هم د سپېدار ماڼۍ، هم پارلمان او هم د سولې شورا. سیاسي ګوندونو او جهادي تنظیمونو ته یې یوه څنډه کې خېمه په پام کې نیولې ده.»

صالحه روستا بیا لیکي: «واه، واه، افغانستان څومره پرمختګ کړی، درې ولسمشران لري، دوه په کور دننه او یو له هېواده بهر، ماشاءالله»

د یادو درې سوه کسانو په منځ کې له دوو پرته نورو ټولو له بهره د حکومت له اعلان سره په یو ډول مخالفت ښودلی دی.

خو علي رحمتي ليکلي: «غني بابا دې ژوندی وي، افتخار مو يې باباجانه.»

صالح سجاد بیا له سویس نه د یادې اعلامیې خپروونکو ته لیکلي: «ډېر عالي!!! موږ میلیونونه کسان په هېواد کې دننه له تاسو سره یو.»

Views: 2208

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.