کابل (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۰): په سعودي کې د افغانستان سفارت وايي چې له سعودي عربستان څخه يې افغانستان ته د ځانګړو الوتنو لپاره جواز ترلاسه کړی دی.
له دې سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په ریاض کې د افغانستان سفارت، په سعودي عربستان کی د بنديانو د ستونزو د هوارولو او وطن ته د هغو هېوادوالو د ستنېدلو په موخه چی د کرونا ویروس د محدودیتونو له امله یې سفرونه ځنډېدلي وو، له ښه مرغه د دوی ټولو لپاره سفارت د اریانا هوایی شرکت له خوا د استثنایي الوتنو ترسره کولو موافقه له کوربه هېواد څخه ترلاسه کړه.
سرچينه زياتوي، ټاکل شوې چې دغه الوتنې به په راتلونکو څو ورځو کې پيل شي.
سرچينې په دې مناسبت د سعودي عربستان له هېواد څخه مننه کړې ده.
د افغانستان سفارت دغه راز له اریانا افغان هوایي شرکت څخه هیله کړې چې په لومړۍ الوتنه کې په سعودي عربستان کې د افغان موقوفینو د لېږد لپاره زمینه برابره کړي او د خپلو هېوادوالو اقتصادي وضعیت په پام کې نیولو سره، د ټکټ په نرخونو کې ورسره تر ډېره بريده مرسته وکړي او د هېوادوالو د بېرته راتګ سفر لپاره اړینې اسانتیاوې په پام کې ونیسي.
Views: 94
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن