کابل (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۰): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وایي، د کابل ښار اتمه ناحیې اړوند سیمه کې څلور انسان تښتوونکي نیول شوي دي.
مجاهد لیکلي چې یاد کسان تېره شپه د اتمې ناحیې اړوند دویم سړک په مربوطاتو کې د کشفي عملیاتو په پایله کې نیولي شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې څلور ورځې مخکې هم ځایي امنیتي ځواکونو په هرات کې څلور «انسان تښتوونکي» ووژل او مړي یې د دغه ښار په څلورلارو کې راځړولي وو.
چارواکو ویلي وو، یاد څلور کسان- چې یو سړی او د هغه زوی یې اختطاف کړي وو- له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.
  . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP