کندوز ښار (پژواک، ١١ تله ١٤٠٠): په هېواد کې د وروستيو بدلونونو له امله په کندوز ولايت کې يو ټلويزيون او اووه راډيوګانې تړل شوې دي.
په کندوز کې د خاور ټلويزيون يوه مسوول اکمل رحماني د تلې په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې له ١٠ راډيوګانو يواځې درې يې او له درېيو ټلويزيونونو يواځې يو يې فعاليت لري.
هغه وايي: ((د نظام له بدلېدو مخکې دا ټول فعال وو، خو اوس د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوي دي.))
دغه راز د اورانوس ټلويزيون مسوول جليل احساس پژواک ته وويل چې د اقتصادي ستونزو له امله سيمه ييزې رسنۍ د تړل کېدو په حال کې دي.
ده زياته کړه: ((رسنۍ په بد حالت کې دي، پروژې نشته، اعلانونه نشته، بل عايد نه لري، نو ټول مجبور دي چې ويې تړي.))
په ورته وخت کې د روشني ټلويزيون مسوول عبيدالله قاضي زاده پژواک ته وويل چې د اقتصادي ستونزو له امله يې دغه ټلويزيون تړلى دى.
ده وويل: ((پخوا دلته لسګونو کسانو کار کاوه، پروژې وې، اعلانونه وو هر څه سم روان وو، خو اوس هيڅ هم نشته، د ټلويزيون د مصارفو لپاره څه نه لرو، نو مجبور شولو چې تلويزيون وتړو.))
همدارنګه په کندوز کې د يوې سيمه ييزې رسنۍ کارکوونکي حسيب الله اساس پژواک ته وويل چې له تېرو څو مياشتو راهيسې له تنخوا پرته کار کوي.
هغه وايي: ((زه چې له کومې رسنۍ سره کار کوم، خپل د مصارفو لپاره څه نه لري، موږ ته به څه معاش راکړي، خو له وزګارتيا نه ښه ده، همدلته مصروفه يو، څو چې بل کار ځان ته پيدا کړو.))
د رسنيو يو شمېر نورو مسوولينو او خبريالانو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومتي مسوولينو يې غوښتنه وکړه چې د رسنيو د تړل کېدو د مخنيوي په موخه له رسنيو سره مالي همکاري وکړي.
په دې اړه د کندوز د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي مطيع الله روحاني پژواک ته وويل چې د يادو رسنيو مسوولينو تر اوسه دوى ته مراجعه نه ده کړې.
هغه وايي: ((که چېرې دوى موږ ته مراجعه وکړي، نو موږ يې دغه مشکل په کابل له مشرانو سره شريکوو چې هر ډول يې هدايت وکړ، هماغه شان اقدام کوو.))
د يادونې ده، له دې وړاندې هم په يو شمېر نورو ولايتونو کې لسګونه رسنۍ د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوي او کار کوونکې يې وزګاره شوي دي.
Views: 8
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن