Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پکتیکا د اووه ولسوالیو اوسېدونکي مخابراتي خدمات غواړي

د پکتیکا د اووه ولسوالیو اوسېدونکي مخابراتي خدمات غواړي

author avatar
3 Oct 2021 - 15:28
د پکتیکا د اووه ولسوالیو اوسېدونکي مخابراتي خدمات غواړي
author avatar
3 Oct 2021 - 15:28

پکتیکا (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۰): د پکتیکا ولایت د اووه هغو ولسوالیو اوسېدونکي چې په تېرو شلو کلونو کې له مخابراتي خدماتو بې برخې وو، له حکومت څخه د مخابراتي خدمتونو د پیلولو غوښتنه کوي.

د دغو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، ناامنۍ او نورې ستونزې لامل شوې وې چې د دغه ولایت ۷ ولسوالۍ له مخابراتي پوښښ څخه دباندې پاتې شي، خو اوس چې د طالبانو په راتګ امنیت ښه شوی، په کار ده دغه ستونزه حل شي.

د وړممۍ ولسوالۍ اوسېدونکي محمد صادق پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغې ولسوالۍ په ګډون په تروې او وازې خوا ولسوالیو کې له تېرو شلو کلونو راهیسې مخابراتي خدمات نشته.

هغه زیاته کړه، د تېر حکومت پر مهال اړوندو چارواکو په وار وار په دغو ولسوالیو کې د مخابراتي خدماتو د وړاندې کولو ژمنې وکړې خو پوره یې نه کړې.

دی وايي، هغه مهال چارواکو ویل چې د امنیتي ننګونو له امله نه شي کولای مخابراتي فعالیتونه او نور خدمات وړاندې کړي، خو اوس چې امنیت ډاډمن شوی، په کار ده په دغو ولسوالیو کې مخابراتي خدمات پيل شي.

دغه راز نوموړي غوښتنه وکړه چې اوسنی حکومت باید محرومو ولسوالیو ته لومړیتوب ورکړي او  د پوهنې، روغتیا او بیارغونې تر څنګ په کې نور ټولنیز خدمات پيل کړي.

د همدې ولایت یوه ابل اوسېدونکي فیصل کامران پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې د پخوا په پرتله د مخابراتي شبکو فعالیتونه منظم او ۲۴ ساعته شوي دي، خو هغو ولسوالیو ته باید پاملرنه وشي چې ورڅخه بې برخې دي.

د ده په خبره، د اوسني ژوند ډېرې چارې له مخابراتي خدماتو سره تړلي چې لا هم  د دغه ولایت د اووه ولسوالیو اوسېدونکي ورڅخه بې برخې دي.

د ګیان ولسوالۍ اوسېدونکی محمد نور هم وايي چې د دغه ولایت په ډېرو ولسوالیو کې مخابراتي خدمات شته خو هغه چې ورڅخه بې برخې دي، باید پاملرنه ورته شي.

د ده په خبره، ډېر مهال هغه خلک چې ناروغان یې نورو سیمو ته د درملنې لپاره وړي وي او یا د کار او روزګار لپاره نورو ولایتونو ته ځي د مخابراتي اسانتیاوو د نشتوالي له امله نه شي کولای له خپلو کورنیو سره اړیکې ونیسي.

د پکتیکا ولایت د مخابراتو ریاست سرپرست مولوي زاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، هڅې یې پيل کړي څو په هغو ولسوالیو کې مخابراتي خدمات پيل شي چې مخکې یې له پوښښ څخه پاتې وې.

دی زیاتوي، له دولتي او خصوصي شرکتونو سره یې خبرې پیل کړي او له هغوی یې غوښتي چې نه یوازې د ناامنیو له امله تړل شوي سایټونه فعال کړي، بلکې خپل پوښښ نورو ولسوالیو ته هم وغځوي.

د پکتیکا وړممۍ، وازې خوا، تروې، نکه، ګیان، ګومل او اومنه هغه ولسوالۍ دي چې هیڅ راز مخابراتي خدمات په کې نشته.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.