ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ښوونځیو د فارغانو په اړه د لوړو زده کړو سرپرست څرګندونو غبرګونونه راپارولي

د ښوونځیو د فارغانو په اړه د لوړو زده کړو سرپرست څرګندونو غبرګونونه راپارولي

author avatar
4 Oct 2021 - 16:13
د ښوونځیو د فارغانو په اړه د لوړو زده کړو سرپرست څرګندونو غبرګونونه راپارولي
author avatar
4 Oct 2021 - 16:13

کابل (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۰): د لوړو زده کړو وزير هغه څرګندونې په ټولنیزو رسنیو کې له غبرګونونو سره مخ شوي چې وایي له هغو کسانو تمه نه شي کېدای چې په تېرو شلو کلونو کې له ښوونځیو فارغ شوي او اوسمهال بايد داسې کسان وروزل شي چې توقع ورنه وشي.

سرپرست وزير عبدالباقي حقاني د ښوونې او روزنې پوهنتون له استادانو سره په ناسته کې ويلي «د تعليم او تربيې لويه اداره پوهنتون ده، څنګه داسې معيارونه ولرو چې موږ داسې استادان وروزو، داسې استادان د افغانستان مکاتبو ته ورکړو چې زموږ دا ځوان نسل داسې وروزي چې توقع ورنه وشي.»

دی زیاتوي: «په دا شل کاله کې چې له مکاتبو او لېسو فارغ شوي دي، تاسو ته ښه معلوم دي، تاسو کومه توقع ورنه کولای شئ، د مکاتبو د لېسو پيداوار دا شل کلن چې روان دی له هغې هېڅ توقع نه کېږي، په ياد ولرئ هېڅ توقع.»

هغه وايي: «مجاهد، افغانستان د نړۍ په کچه تر کومه ځايه ورساوه، اوس صاحب قلمه ستا نوبت دی، که ته همت وکړې، افغانستان د نړۍ په کچه يو ځای ته رسېدی شي.»

دغه څرګندونې په ټولنيزو رسنيو کې له غبرګون سره مخ شوي دي.

د هېواد پال افغان په نوم يو تن پر خپله فېسبوکپاڼه ليکلي دي چې د لوړو زده کړو سرپرست وزير بايد د دې پرځای چې د وطن مسلکي کادرونو او له تکنالوژۍ سره اشنا ځوانانو ته ډاډ ورکړي، پېغورونه ورکوي.

هغه وایي: “بیا وایي ځوانان وطن پرېږدي مهاجرت کوي، وطن څه چې دا نړۍ باید درته پرېږدي؛ ځکه دومره دې ورټل.”

د مايل خان حساس په نوم يو بل تن ويلي، د يوه هېواد د لوړو زده کړو له وزير سره داسې «ناهيلې کوونکې، زړه ماتوونکې او توهين امېزه» څرګندونې نه ښايي او دا د هغه په«ناپوهۍ» دلالت کوي.

سیال ننګرهاري هم پر خپله فېسبوکپاڼې لیکلي: “وزیر صیب! راځه امتحان راسره ورکړه، که پړ دې کړم بیا رانه د څه شي تمه مه کوه او که نه وي نو بې ځایه موږ مه ناهیلي کوه، دا درته چیلنج دی، راځه دواړه لایف مسابقه یا مناظره کوو چې د شل کلن نظام د زده کوونکو زور در وښایم!!.”

ليمه قرار بیا لیکلي:” تېر ۲۰ کلن تعلیم والو ته توهین کول ټول ځوان نسل ته توهین کول دي. موږ یې غندو. د لوړو زده کړو وزیر دې له تعلیم یافته ځوانانو بښنه وغواړي.”

په تېرو شلو کلونو کې د پوهنې په برخه کې پرمختګونه شوي او په میلیونونو ماشومان ښوونځیو ته تللي، خو په ځینو ښوونځیو کې د تدریس له کیفیت او څرنګوالي په داسې حال کې شکایتونو شتون درلود چې له ښوونځیو داسې کسان هم فارغ شوي چې په نړیواله کچه یې جایزې تر لاسه کړې دي.

Views: 1121

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.