ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سوداګر او هټيوال: حکومت دې خصوصي سکټور ته اسانتياوې برابرې کړي

سوداګر او هټيوال: حکومت دې خصوصي سکټور ته اسانتياوې برابرې کړي

author avatar
4 Oct 2021 - 16:01
سوداګر او هټيوال: حکومت دې خصوصي سکټور ته اسانتياوې برابرې کړي
author avatar
4 Oct 2021 - 16:01

مزارشريف (پژواک، ۱۲تله ۱۴۰۰): د بلخ ګڼ شمېر سوداګر او د خوراکي توکو پلورونکي وايي، چې په بازارونو کې د توکو د نرخونو د کنټرول لپاره بايد حکومت خصوصي سکټور ته اسانتياوې برابرې کړي.

دوی زیاتوي، لا هم د حيرتان بندر له لارې واردات د هغو قراردادونو له مخې کېږي چې د تېر حکومت پر مهال د منځنۍ اسيا له تجارتي کمپنيو سره شوي وو.

د بلخ د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي چې د بانکونو له لارې د پيسو پر لېږد لګېدلی محدوديت بايد له منځه لاړ شي، څو سوداګر د ژمي له را رسېدو وړاندې نوي سوداګريز قراردادونه وکړي.

سره له دې چې په شمال زون کې آقينه او حيرتان بندرونه د وارداتو پر مخ پرانیستي دي، خو بيا هم په مزارشریف ښار کې ورځ تر بلې د خوراکي توکو بيې لوړېږي.

دمګړۍ په مزارشريف ښار کې پنځوس کیلوګرامه قزاقستاني اوړه په ۲۲۵۰ افغانۍ، لس لېتره غوړي په ۱۵۰۰ افغانۍ او شل کیلو هندۍ وريجې په ۲۱۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.

تېمور د مزارشريف اوسېدونکی دی چې په بازار کې د خوراکي توکو د بيو لوړوالي ډېر اندېښمن کړی دی.

نوموړی چې بازار کې يو باروړونکی زرنج لري وايي، عايد يې کم خو لګښتونه یې زيات دي.

هغه پژواک ته وويل، د ورځې له ۲۵ تر ۳۰۰ افغانۍ پورې ګټي په داسې حال کې چې د توکو نرخونه ډېر پورته تللي دي.

تېمور زياته کړه: ((په ورځ کې دومره پيسې پيدا کوم چې ايله پرې کور ته وچه ډوډۍ او سبزي واخلم، د هرې ورځې په تېرېدو سره د توکو نرخونه لوړېږي.))

نوموړی له حکومته غواړي چې د نرخونو کنټرول ته جدي پاملرنه وکړي.

د مزارشريف په کفايت سوداګريزه رسته کې د محمد اصغر په نوم د خوراکي توکو يوه هټيوال پژواک ته وويل، ډېری خلک د توکو د پېرلو توانايي نه لري.

هغه زياته کړه، په ګمرکونو کې شته ستونزې، په بانکونو کې پر پيسو محدوديتونه او د وارداتو کموالی هغه عوامل دي چې ورسره په بازار کې د توکو بيې لوړې شوې دي.

د نوموړي په وينا، د دغې ستونزې د حل لپاره بايد حکومت خپلې ګمرکي تعرفې ټيټې کړي څو سوداګر تشويق شي چې لا ډېر مواد هېواد ته وارد کړي.

دغه هټيوال په خپلو خبرو کې همدا راز وويل چې دوکان يې له خوراکي توکو ډک دی خو دا چې بیې لوړې دي، نه پلورل کېږي.

په ورته مهال د بلخ سوداګرۍ خونه هم تاييدوي چې مزار کې د خوراکي توکو نرخونه لوړې کچې ته رسېدلي دي.

د بلخ د سوداګرۍ خونې د اړيکو مسوول حسن انصاري پژواک ته وويل، د حیرتان بندر له لارې اوسني واردات د هغو قراردادونو له مخې کېږي چې د تېر حکومت پر مهال د منځنۍ اسيا له تجارتي کمپنيو سره لاسليک شوي وو.

نوموړی وايي چې په بازارونو کې د نرخونو د کمېدو لپاره اړتيا ده چې نوي قراردادونه وشی.

انصاري زياته کړه چې د نوو قراردادونو لپاره اړتيا ده چې په بانکونو کې د پيسو پر لېږد شته محدوديتونه لرې کړای شي.

هغه وايي چې د ژمي له را رسېدو وړاندې بايد د تجارتي راکړې ورکړې لپاره نوي قرارادادونه وشي څو په بازارونو کې د توکو د نرخونو لا ډېرو لوړېدو مخنيوی وشي.

Views: 53

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.