ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د لوړو زده کړو په وزارت کې د ټاکلو معیارونو خلاف غیر مسلکي کسان په دندو ګومارل شوي”

“د لوړو زده کړو په وزارت کې د ټاکلو معیارونو خلاف غیر مسلکي کسان په دندو ګومارل شوي”

author avatar
5 Oct 2021 - 15:22
“د لوړو زده کړو په وزارت کې د ټاکلو معیارونو خلاف غیر مسلکي کسان په دندو ګومارل شوي”
author avatar
5 Oct 2021 - 15:22

کابل (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۰): د پژواک موندنې ښيي چې د لوړو زده کړو وزارت یو شمېر پخواني مسلکي کارکوونکي له دندو لرې شوي او پر ځای یې نوي کسان ګومارل شوي دي.

دا ګومارنې په داسې حال کې شوي چې طالبانو پر کابل له واکمنېدو څو ورځې وروسته د ټولو ملکي ادارو له کارکوونکو وغوښتل چې بېرته خپلو دندو ته راشي او د پخوا په شان خپلې دندې مخ ته یوسي.

خو په دې وروستیو کې په ځينو ادارو کې د طالبانو له لوري پخواني کارکوونکي له دندو لرې کېږي او پر ځای یې نوي کسان ګومارل کېږي.

سرچینې وايي، دغه ګومارنې پرته له دې چې اړوند اصول او معیارونه په پام کې ونیول شي، د سلیقو او شخصي اړیکو له مخې کېږي.

پژواک یو داسې  مکتوب تر لاسه کړی چې په کې د لوړو زده کړو وزارت د تفتیش ریاست لپاره پنځه تنه نوي کسان په دندو ګومارل شوي او یاد کسان ټول په درېيم بست مقرر شوي دي.

په دغو کسانو کې عبدالمتین د محصلانو د انسجام خدماتو امریت سرپرست، فیض الحق سروري د مالي او اداري قوانینو د تفتیش امریت سرپرست، عطاء الله فیضي د اکاډمیکو چارو د نظارت او ارزیابي ریاست د قوق لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا د نظارت او ارزیابي امریت سرپرست، استاد الف خان د داخلي تفتیش ریاست د ګزارشونو د تحلیل د امریت سرپرست او حمید الله عابدي د استادانو د تقرر او علمي ترفعیاتو ریاست د علمي کادري غړو د تقرر او خصوصی لوړو زده کړو موسسسو د امریت سرپرست ټاکل شوي دي.

په دې اړه جاوید خان پژواک خبري اژانس ته وویل، ۷ کاله کېږي چې په لوړو زده کړو وزارت کې یې دنده تر سره کړې ده، دوه لیسانس او یوه ماسټري لري خو طالبانو له کوم دلیل پرته له دندې لرې کړی او پر ځای یې خپل کس ګومارلی دی.

نوموړی وایي، له هغې ورځې چې طالبانو خلک ادارو ته د دندو لپاره وربللي، دی ورغلی او هیڅ غیر حاضری یې نه ده کړې.

هغه وویل: ((دا پرېکړه د کار قانون خلاف ده او داسې یو دم له کاره د یو چا لرې کول د قانون خلاف عمل دی او دا په اسلام کې هم نشته چې بې دلیله څوک له کار څخه لرې شي، دغه کار زموږ ټولنیز حیثیت ته زیان رسوي.))

فیض محمد چې د لوړو زده کړو په وزارت کې یې نهه کاله کار کړی دی، پژواک ته وویل چې هره ورځ دفتر ته تللی او حاضري یې لاسلیک کړې ده، خو د نا معلوم دلیل له امله له دندې لرې شوی دی.

دی وایي: ((یوه ورځ له دفتره راووتم، بانک ته د پيسو اخیستلو لپاره لاړم، هیڅ خبر هم نه وم چې له دفتر څخه زنګ راغی او راته ویې ویل، چېرې یې، ستا پر ځای یې بل څوک مقرر کړی دی، کله چې ورغلم زما پر څوکۍ بل څوک ناست و.))

هغه زیاتوي، نهه کسیزه کورنۍ ور دغاړې ده او يوازې دی د ډوډۍ پيدا کوونکی دی، خو اوس نه پوهېږي چې څه وکړي او دا ښکاره زیاتی بولي.

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت یوه بل کار کوونکي صبور پژواک ته وویل چې له تېرو لس کلونو راهیسې یې د لوړو زده کړو په وزارت کې دنده تر سره کړې ده او د ماسټرۍ تر کچې یې زده کړې کړې دي.

هغه وویل، له هغه راهیسې چې طالبان راغلي د ۵ امریتونو رییسان یې لرې کړي او پلان لري چې نور هم لرې کړي.

د ده په وینا، له دندې د لرې کولو لامل یې معلوم نه دی، خو د دوی پر ځای داسې خلک په دندو ګومارل شوي چې غیر مسلکي دي.

دی وایي: ((کوم کسان چې د لوړو زده کړو په وزرات کې بې دلیله لري شوي، حاضر دي طالبان یې د کارونو په اړه څېړنه وکړي که په هغوی کې کومه ستونزه وه له قانون سره سمه سزا دې ورکړي خو داسې بې دلیله له دندې ګوښه کېدل د منلو وړ نه دي.))

د نوموړي په خبره، د لوړو زده کړو په وزارت کې ځیني بستونه خالي دي، طالبانو باید دغه کسان همالته په دندو ګومارلي وای، نه دا چې په فعالو بستونو یې وګوماري.

هغه له طالبانو څخه غوښتنه وکړه چې له توپيري چلند څخه دې کار نه اخلي او داسې کسان دې په دندو وګوماري چې مسلکي او په کار پوه وي.

دغه راز یو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل چې له کوم دلیل او ستونزې پرته له دندو لري شوي دي.

بل لور ته د لوړو زده کړو وزارت سکرټر مولوي فرید پژواک خبري اژانس ته وویل چې تغییر او تبدیل د حکومتونو یو اصل دی.

هغه زیاته کړه، دا کسان د وزارت او اسلامي امارت د اړتیا پر بنسټ په دغو دندو ګومارل شوي دي.

Views: 1892

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.