خوست ښار (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۰): د خوست ولایت په يوه ديني مدرسه کې چاودنې يو کس وژلی او ۱۴ نور يې ټپيان کړي دي.
عيني شاهدان او د سيمې اوسېدونکي وايي، دغه چاودنه نن ماښام له لمانځه وروسته د خوست مرکز اړوند د ډيري په ديني مدرسه کې شوې ده.
د عزيزالله په نوم د پېښې يو تن عيني شاهد پژواک ته وويل، چې چاودنه د دغې مدرسې دننه شوې، چې له امله يې يو کس وژل شوی او شپږ نور ټپيان دي.
بل پلو خوست ښار کې د بابريګل په نوم د یوه خصوصي کلينيک يو تن موظف ډاکټر بيا پژواک ته وويل، چې دوی ته د پېښې له ځايه ۱۴ ټپيان ور وړل شوي دي.
په ورته مهال د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس شبيراحمد عثماني هم پژواک اژانس ته تاييد کړه، چې په ياده ديني مدرسه کې چاودنه شوې ده.
هغه وويل، د دوی د معلوماتو له مخې په دغې چاودنه کې يو کس وژل شوی او څلور ټپيان دي، خو زياتوي ښايي دا شمېر لوړ شي.
عثماني زياته کړه، تراوسه په دقيق ډول دا نه ده څرګنده چې چاودنه د څه له امله رامنځته شوې، خو د امنيتي ځواکونو څېړنې روانې دي.
د دغه ولايت امنيتي چارواکو تراوسه د يادې چاودنې په اړه څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP