کابل(پژواک،۱۴تله ۱۴۰۰): په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون استاد د اقتصادي وضعیت خرابوالي له امله له خپلې کورنۍ سره د اعتراض په ډول کفنونه اغوستي او سړک ته راوتلي او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې افغانستان یوازې پرېنږدي.
دغه اعتراضیه حرکت د یوه خصوصي پوهنتون د استاد محمد صابر انسان دوست او د هغه د کورنۍ له لوري نن سهار شاوخوا ۹:۰۰ بجې د کابل ښار له سلیم کارون څخه تر شهر نو پورې پیل شوی و او د شاوخوا یوه ساعت په تېرېدو سره پای ته ورسېد.
یادې معترضې کورنۍ: «د بېکاره او وږي یو، ښځې مو له کار او نجونې مو له زده کړو بې برخې شوې دي، زموږ اسلامي او انساني ازادۍ رانه اخیستل شوې، نړۍ په خاموشۍ سره موږ ګوري او جو بایډن د افغانانو دښمن دی او له موږ سره یې خیانت کړی ، شعارونه ورکول.»
دغه استاد خبریالانو ته وویل: «په ټولنه کې بې عدالتي روانه ده او له خلکو د دوی مشروع ازادۍ اخیستل شوې او محرومیتونه هم ډېر شوي دي.»
نوموړي په نړیواله ټولنه تور پورې کړ چې په خاموشۍ سره د افغانانو ننداره کوي.
هغه ټینګار وکړ چې امریکا له افغانستانه په خپل غیرمسوولانه وتلو سره د دغه هېواد میلیونونه اوسېدونکي له نامعلوم برخلیک سره مخ کړي دي.
نوموړي د ملګرو متلونو له سازمان، د دغه سازمان د امنیت شورا له دایمي غړو او د بشري حقونو له بنسټونو وغوښتل چې د افغانستان خلک کندې ته له ورغورځېدو وژغوري او د نه جبرانېدونکي انساني ناورین د رامنځته کېدو مخه ونیسي. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP