کندوز ښار (پژواک، ١٤ تله ١٤٠٠): د کندوز د کرنې او مالدارۍ رياست وايي چې په دغه ولايت کې د ١٠٠ زره څاريو لپاره د بېلابېلو نارغيو ضد درملو د وېش لړۍ يې پيل کړې ده.
د کندوز د کرنې او مالدارۍ رييس مولوي امان الله حسن رسنيو ته وويل چې په دغه ولايت کې د کانګو په نوم د څارويو ناروغۍ ډېرى مالداران له ستونزو سره مخ کړي دي.
دى وايي چې د کانګو او ځينو نورو ناروغيو د مخنيوي په موخه يې د دغه ولايت کلينيکونو ته د درملو د وېشلو لړۍ پيل کړې ده.
هغه زياتوي: ((دغه درمل موږ وړيا ورکوو، دا د سل زره څارويو لپاره دي، دا مالدارانو ته ورکول کيږي هغوی يې بيا د پمپ په وسيله په څارويو پاشي او د ناروغيو مخه پرې نيول کيږي.))
په دې اړه کندوز کې د يوه حيواني کلينيک مسوول محمد ظفر پژواک ته وويل چې په تېرو کلونو کې کانګو ناروغۍ مالداران له سختو ستونزو سره مخ کړي وو.
هغه وايي: ((سږکال چې د حکومت له لوري پر خلکو وړيا درمل وېشل کيږي دا ډېر د خوشحالۍ ځاى دى او مالداران هم ورته ډېر خوښ دي.))
په ورته وخت کې د دشت ارچي ولسوالۍ يوه اوسېدونکي فضل الرحمن پژواک ته وويل چې په تېرو کلونو کې د بېلابېلو ناروغيو له امله خپل ګڼ شمېر څاروي يې له لاسه ورکړي دي.
ده وويل: ((سږکال چې دولت دغه اقدام کړى دى، نو موږ خوښ يو چې تر ډېره به د څارويو د ناروغيو مخه ونيسي.))
د يادونې ده چې کانګو (وينه ورکوونکې تبه) هغه ناروغۍ ده چې د يوې ځانګړې حشرې په وسيله له څارويو څخه انسانانو ته سرايت کوي او ډېرى وخت د انسانانو د وژنې لامل هم کيږي.
Views: 12
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن