ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروپایي ټولنې له افغانستان سره د ۲۵ ټنه درملو مرسته وکړه

اروپایي ټولنې له افغانستان سره د ۲۵ ټنه درملو مرسته وکړه

author avatar
6 Oct 2021 - 11:46
اروپایي ټولنې له افغانستان سره د ۲۵ ټنه درملو مرسته وکړه
author avatar
6 Oct 2021 - 11:46

کابل (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۰): د اروپایي ټولنې مخکني استازي افغانستان ته د ۲۵ ټنه درملو له استولو خبر ورکړی دی.

دغه مطلب د اروپایي ټولنې پخواني استازي رولاند موبیا پر خپله ټویټرپاڼه خپور کړی دی.

هغه لیکلي چې دغه مرسته یادې ټولنې له اړمنو سره کړې چې تېره ورځ (سه شنبه) افغانستان ته رسېدلې ده.

کوبیا دغه مرستې د ژوند ژغورونکو درملو په نوم یادې کړې دي.

له دې مخکې د اروپا او ځینو نورو هېوادونو له خوا اندېښنې راپورته شوې وې چې په افغانستان کې د پخواني نظام له ړنګېدو وروسته روغتیایی خدمات له ډېرو ننګونو سره مخ شوي دي.

نړیوال روغتیایي سازمان (WHO) یوه میاشت مخکې راپور ورکړی و چې د طالبانو له خوا د کابل تر سقوط وروسته ۲۰۰۰ کلینیکونه او روغتیایي مرکزونه تړل شوي دي.

Views: 21

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.