کابل (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۰): د هېواد د کرکټ ملي لوبغاړي په نړیوالو ۲۰ اوریزو لوبو کې- چې په دوبۍ کې ترسره کېږي- د ګډون لپاره نن قطر ته ولاړل.
د کرکټ بورډ عمومي ريیس ښاغلي عزیزالله فضلي له لوبغاړو سره د مخه ښې پر مهال وویل، دا چې اماراتو ته مستقیمې الوتنې نشته، لوبغاړي لومړی قطر او له هغه ځایه به دوبۍ ته لاړ شي.
نوموړي وویل: ((نن ۲۲ لوبغاړي سفر کوي، خو دوه ورځې وروسته به د کرکټ بورډ له خوا ۱۵ کسیز اصلي ټېم اعلان شي.))
هغه زیاته کړه، دغه لوبې چې د اکتوبر په ۲۳مه (د لړم لومړۍ نېټه) په دوبۍ ښار کې پیل شي او ۲۱ ورځې به دوام وکړي، د افغانستان درې رنګه بیرغ (تور، سور او زرغون) رپېږي او د هېواد ملي سرور هم غږول کېږي.
د یادونې ده، په دې لوبو کې د افغانستان پر لوبډلې سربېره د استرالیا، هندوستان، انګستان، نیوزیلنډ، سوېلي افریقا، پاکستان او ویسټ اندیز کرکټ ملي لوبډلې هم ګډون کوي. اته ټېمونه چې دایمي غړیتوب نه لري، په خپل منځ کې سیالي کوي او څلور نور غوره ټېمونه به هم سیالیو کې ګډون وکړي.
فضلي وویل، که څه هم بهرنۍ الوتنې بندې وې، خو بیا هم لوبغاړو له تېرو ۲۰ ورځو راهیسې په تمریناتي کمپونو کې تمرین کړی او په دغه جام کې د ګډون لپاره بشپړ تیاری لري.
هغه زیاته کړه: ((دا ښه خبره ده چې نړیوال جام اسیا کې ترسره کېږي، د هېواد کرکټ لوبغاړي په اسیايي ډګرونو کې ښه ځلېږي او هیله من یم چې ښې لاسته راوړنې ولرو.))
د کرکټ ملي ټېم لوبغاړي فضل الحق فاروقي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کرکټ ملي ټېم لوبغاړي په یادو سیالیو کې د ګډون لپاره بشپړ تیاری لري او هڅه کوي چې ښې لوبې وکړي، له ښو لاسته راوړنو سره هېواد ته راستانه شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP